Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات سرپرست والي: د دغه ولایت ۹۹ سلنه پراختیايي بودیجه لګول شوې

د هرات سرپرست والي محي‎الدین نوري وايي چې د دغه ولایت ۹۹ سلنه پراختیايي بودیجه لګول شوې ده.

ښاغلي نوري په دې اړه وویل:«هغه بودیجه چې سږکال هرات ولایت ته ورکړل شوې وه ډېره برخه یې له وزارتونو سره په همکارۍ کې لګول شوې ده.»

خو د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د دې ولایت د پراختیايي بودیجې لګول د پوښتنې وړ بولي.

د هرات د ولایتي شورا منشي نجیب الله محبي په دې اړه څرګنده کړه:«داسې وګورئ په هرات کې ډېری پراختیايي پروژې نیم کاره پاتې دي او د سږنۍ پراختیايي بودیجې د لګولو اغېزې هم نه تر سترګو کېږي.»

په هرات کې د مدني ټولنې غړي هم ټینګار کوي چې د دغه ولایت پراختیايي بودیجه په سمه توګه نه ده لګول شوې او له همدې امله په ښار او کلیوالو سیمو کې مثبت بدلونونه نه دي راغلي.

د هرات د مدني ټولنې غړی سیداشرف سادات وايي:«د لګول شوې بودیجې په اړه د ځايي حکومت مالومات سم نه دي ستونزې زښته ډېرې دي او په تېر کال کې د بودیجې لګښت ډېر زیات وو.»

د هرات سیمه‎يیز چارواکي په داسې حال کې د دې ولایت د پراختیایي بودیجې د څه باندنې ۹۹ سلنه مصرف خبر ورکوي چې تېره کال د دې ولایت ډېره برخه پراختیایي بودیجه نه وه مصرف شوې. همداراز دوه کاله مخکې هم د هرات له اتیا سلنې زیاته بودیجه نه وه لګول شوې او کابل ته راولېږل شوه. په وروستیو کلونو کې د هرات د پراختیايي بودیجې نه لګول په دې ولایت کې د پراختیايي پروژو د نیمه کار پاتې کېدو لامل شوي او دا چاره تل د هرات ولایت د اوسېدونکو له نیوکو سره مخامخ شوې ده.

د هرات سیمه‎يیز چارواکي په داسې حال کې د دې ولایت د پراختیایي بودیجې د څه باندنې ۹۹ سلنه مصرف خبر ورکوي چې تېره کال د دې ولایت ډېره برخه پراختیایي بودیجه نه وه مصرف شوې. همداراز دوه کاله مخکې هم د هرات له اتیا سلنې زیاته بودیجه نه وه لګول شوې او کابل ته راولېږل شوه.

شریک یي کړئ