د ۱۳۹۷مالي کال پای رسېدو ته درې ورځې پاتې دي. خو د مالیې وزارت وايي د بودیجوي واحدونو د لګښت کچه د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښي.
د مالیې وزارت زیاتوي چې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې د مصرف کچه نوي سلنې ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند وایي چې تېر کال د پراختیایي بودیجې د مصرف کچه اوه شپیته سلنه وه چې اوس د تېر کال په پرتله د بودیجې په مصرف کې ۲۳سلنه زیاتوالی راغلی دی.
اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په حکومت کې د پراختیايي بودیجې مصرف دومره اغېزمنتیا نهلرله او حکومت نه دی توانېدلی چې د خلکو د ژوندانه په اقتصادي حالت کې بدلون راولي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د مالیې وزارت ویلي وو چې د ۱۳۹۶ کال د ټولټال ۱۱۱ مېلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجې ۵۹ سلنه لګول شوې ده .