Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ کال بودجه تصویب کړه

مشرانو جرګې شنبې(د لیندې په ۳مه نېټه) وروسته له ډېرو ناندرو د ۱۳۹۸ کال بودجه تصویب کړه.

د یادې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د راتلونکي کال د ملي بودجې د سند په اړه د مالوماتو له ورکړې سره وايي چې په کې د ۱۲میلیارده افغانیو د کسر وړانوینه کېږي.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون رییس، محمد اعظیم قویاش په دې اړه وویل:«لکه څنګه چې لیدل کېږي د راتلونکي کال بودجه لس سلنه د کورنیو عوایدو نه ده او ۳۳ سلنه د اختیاري مرستو او ۵۶ سلنه یې هم د بلاعوضه مرستو او پورونو نه تمویل شوې ده.»

خو یو شمېر سناتوران بیا پر مالیې وزارت نیوکه کوي چې تل د بودجې په اړه د دوی وړاندیزونه په پام کې نه نیسي. د دوی په وینا وزارت باید د هر سناتور نظر د بودجې سند په جوړولو کې په پام کې ونیسي.

سناتور، زلمی زابلي وايي:«موږ هغه ورځو کې هم د مالیې وزیر ته وویل چې د هر سناتور یوه پروژه دې په بودجه کې ځای کړي کنه نو زموږ وړاندیزونه به باطل شي.»

بل سناتور، میر بهادر واصفي څرګندوي:«په داسې حال کې چې د ښوونکو لپاره ډېرو بستونو ته اړتیا ده او دلته بیا هم ۷۴۰۱ تنه کم شوي دي.»

د مالوماتو له مخي د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه ۳۹۹ ملیارده افغانۍ ده چې له دې منځه څه باندې ۲۷۵ ملیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۲۴ میلیارده  افغانۍ پراختیايي بودجه وي.

مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ کال بودجه تصویب کړه

د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال ملي بودجه کابو ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۷۵ میلیارډه یې عادي بودجه بلل شوې ده

شریک یي کړئ