Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امین زی ادعا لري چې ولسمشر ته د رد ځواب له امله ګوښه کړل شوی

انتصابي سناټور باختر امین‎زی چې تېره اوونۍ د ولسمشر لخوا له دندې ګوښه کړل شو چې ولسمشر له هغه غوښتي و، چې د مشرانو جرګې د ریاست لپاره د فضل‎الهادي مسلمیار په وړاندې نوماند نه کړي، خو هغه ولسمشر ته د رد ځواب ورکړ.

نوموړی شپږ میاشتې مخکې د ولسمشر لخوا د انتصابي سناتور په توګه معرفي شو.

هغه وايي، کله یې چې پرېکړه وکړه د مشرانو جرګې د راتلوونکې دورې ریاست لپاره ځان نوماند کړي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ګواښ وکړ چې د ولسمشر غني په غوښتنه له خپلې دې پرېکړې لاس واخلي.

پخوانی سناتور باختر امین زی زیاتوي:«په پارلماني چارو کې د دولت وزارت چې په راس کې یې ښاغلی ډاکټر صاحب فاروق وردګ دی، هغه نه یوازې زه بلکې شهزاده صاب مصطفي یې هم وغوښتل او موږ ته یې ټلېفون وکړ چې موږ نن مازدیګر شپږو شل دقیقې له ښاغلي ولسمشر سره وو او ولسمشر ما ته لارښونه وکړه چې زما پیغام امین زي صاحب او شهزاده صاحب ته ورسوئ چې تاسې د مسلمیار صاحب په وړاندې ځان مه نوماندوئ.»

ښاغلی امین زی وايي، فضل هادي مسلمیار هم هغه ته وویل چې د مشرانو جرګې لپاره له خپلې نوماندۍ تېر شي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رییس  جاوېد غفور په دې اړه څرګنده کړه:«ستاسو د مشرانو جرګه نه یوازې د ملت د استازو په توګه بلکې د دولت د مامورانو او غلامانو په توګه کېږي، هر څه چې دولت ووايي، باید هماغه ډول ځواب ورکړي.»

فضل هادي مسلمیار دا تورونه ردوي، خو ولسمشرۍ دفتر وايي، په دې هکله په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره به خبرې وکړئ.

فاروق وردګ ژمنه وکړه چې په دې اړه به ځواب ووایي، خو د طلوع نیوز له پرله‎پسې اړیکو نیولو سره سره یې ځواب ورنه کړ.

اخوا یو شمېر حقوق پوهان د ولسمشر دا کار د قانون پرخلاف بولي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه يي په ډاګه کوي:«کله چې یو سناټور په انتصابي توګه د پنځو کلونو لپاره تعیینېږي، ولسمشر دا واک نه لري چې وخت یې تعیین کړي.»

ولسمشر تېره اوونۍ په خپل حکم کې د ښاغلي امین زي پر ځاي عطااله لودین د انتصابي سناتور په توګه معرفي کړ.

باختر امین زی وايي کله یې چې پرېکړه وکړه د مشرانو جرګې د راتلوونکې دورې ریاست لپاره ځان نوماند کړي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ګواښ وکړ چې د ولسمشر غني په غوښتنه له خپلې دې پرېکړې لاس واخلي.

شریک یي کړئ