Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پارلمان د رییس ټاکلو پر سر روانې ناندرې به له اختر وروسته حل شي

د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر روانې ناندرې له کوم حل څخه پرته وځنډول شوې او له اختر وروسته به حل کړای شي. 

په داسې حال کې چې د ولسې جرګې په تالار کي د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني تر منځ د دې جرګې د ریاست څوکۍ پر سر د رامنځته شويو مخالفتونو دوه اوونۍ کېږي چي دوام لري، خو نن د جرګې غړو پرېکړه وکړه چې دا جرګه به تر اختره رخصت وي. 

دا استازي وايي د دغې رخصتۍ لامل د ولسي جرګې د یو شمېر غړو نه شتون او همداراز عُمرې ته د جرګې د ځینو غړو تلل بلل شوی دی.

د ولسي جرګې غړی میر حیدر افضلي وايي:«ځينې چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ستونزې رامنځته کوي، موږ هیله لرو په دغه رامنځته شوي فرصت کې هغوی هم ولیدل شي او ستونزې یې حل شي مطمین یم کله چې پارلمان شروع شي ستونزې به هم حل وي.»

د ولسي جرګې بل غړی ګل رحمان همدرد وویل:«باید د داخلي اصولو او قوانینو پر بنسټ راشو او خپل کار ته دوام ورکړو او د نوي رییس لپاره ټاکنې وکړو.»

د ولسي جرګې غړی رییس عبدالخالق زیاتوي:«نن له اکثریتو رایو سره پرېکړه وکړه چې جرګه دې تر اختره رخصت وي.»

خو د ولسي جرګې ځینو غړي له دغو رخصتیو سره موافق نه دي.

د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني له نیوکې سره وویل:«د رسمي شورا وخت اساسي قانون مشخص کړی هېڅوک نه زه او نه هم ته او نه هم بل څوک واک لري چې مجلس رخصت کړي سبا استازي راځي، د ولسي جرګې له غړو غواړم چې وقت ضایع نه کړي.»

د جرګې یو شمير نور غړي بیا وايي د ولسي جرګې د دې دورې د کار له پيل راهیسې د اختلافاتو دوام به د جرګې پر کاري بهیر منفي اغېزه وکړي. 

د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان هم په ډاګه کړه:«که‎چېرې موږ له همدې ننه یوه واحد لیدلوری پیدا نه کړو په هر بهیر کې چې د رای ګیرۍ په لور ولاړ شو دلته په دوه ډلو وېشل کېږي یو مثبت او بل منفي پر دې بنسټ فکر کوم چې موږ د کړکېچ په لور بیايي.»

دا دوهمه اونۍ ده چې د ولسي جرګې غړي نه دي توانیدلي د جرګې د ریاست د چوکۍ پر سر اختلافات پاي ته ورسوي.

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ له سري غونډې وروسته، د جرګې ځینو غړو له ناستې وروسته خبر ورکړ چې ولسي جرګه د رییس پر سر د اختلافاتو له هواري پرته تر اختر وروسته پورې رخصت شوه.

شریک یي کړئ