Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هوايي چلند ځمکې پر بیا راګرځولو د ولسمي جرګې ټینګار

د ولسي جرګې یوشمېر غړي له حکومت څخه غواړي چې د الکوزي شرکت ته په کابل کې هوايي ډګر ته نېږدې د ځمکې له پلورلو ډډه وکړي او یاده ځمکه دې هوايي چلند خپلواکې ادارې ته وسپاري.

وروسته تر هغه چې ولسي جرګې، الکوزي شرکت ته د ۱۴۳ جریبه ځمکې ورکړه، پرې نیوکې وشوې چې دا کړنه غیر قانوني او د هېواد د ملي ګټو خلاف ده او ولسمشر جرګې دا رد کړ.

اوس د جرګې ځینې غړي وايي، چې دا ځمکه د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې اړوند ده او حکومت دې ژر دا ځمکه همدغه ادارې ته وسپاري.

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي څرګندوي:«وروسته له دې چې قرارداد لغو شوه، د هر بنسټ کار چې هلته یې کوي د قانون خلاف دی او او ډېر ژر باید خپلې اصلي مرجع ته ورکړل شي.»

خو حکومت کې چارواکي وایي، پر الکوزي شرکت د دولتي ځمکې پلور د کابینې پریکړه وه.

چارواکي وایي، پر دغه شرکت د ځمکې پلور زیاتې اقتصادي ګټې لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان مینه‎پال وايي: «الکوزي صاحب ته ځمکه د کابینې د پرېکړې پر بنسټ ورکړل شوې ده او ټول قانوني پړاونه یې کچ کړي دي.»

خو د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د دې پیدا شوې ستونزې حل لار څه ده.

د ولسي جرګې غړی، سید علي کاظمي وايي:«زموږ وړاندیز دا دی چې د افغانستان پارلمان دې خپله مصوبه نه لغوه کوي او حکومت دې هم هڅه وکړي چې تفاهم وشي، د دې ځمکې پر ځای دې بله ځمکه د صنعتي پارک لپاره ورکړل شي.»

د ولسي جرګې زیات غړي وایي، حکومت دا ځمکه په ډېره ټيټه بیه او له داوطلبۍ پرته الکوزي شرکت باندې پلورلي.
 
ولسي جرګه ټينګار کوي چې پر الکوزي شرکت ۱۴۳ جریبه ځمکه په غیر قانوني پلورل شوې ده او باید چې دا ځمکه هوايي چلند خپلواکې ادارې ته بیا ورکړل شي

شریک یي کړئ