Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسي جرګه د وزیرانو ورپېژندنې غوښتنه کوي

ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي ناسته کې پر حکومت د قانون‎ماتونې له امله سختې نیوکې وکړې او د هغو وزارتونو لپاره چې سرپرستانو لخوا اداره کېږي، د نوماند وزیرانو د معرفي غوښتنه وکړه.

سره له دې چې کابو لس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي، خو په دې اړه د حکومت چوپتیا ولسي جرګه په غصه کړې او وايي چې دوی له میاشتو راهیسې د نوماند وزیرانو د معرفي غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې رئیس، عبدالروؤف ابراهیمي داسې نظر لري:«د اداري اجراتو قاون خلاف یو شمېر سرپرستان په کابینه کې لري. د سترې محکمې درېیو غړو د خدمت دوره هم پای ته رسېدلې ده چې اوس‎مهال د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي او هم د سرې میاشتې رئیس یو کال کېږي چې لا هم سرپرته ده، دا د قانون خلاف کار دی.»

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي څرګندوي:«نه پوهېږم ولې د هغه قانون نقض کې مرسته وکړو چې خپله مو تصویب کړی دی؛ دا موضوع ولي آجنډا کې نه شاملیږي، زما وړاندیز دا دی چې مخکې له رخصتیو د وزیرانو د رایو موضوع وروستۍ کړو.»

د حکومت له عمر څخه د نېږدې درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم یې کابینه نه ده بشپړه شوې، او په همدې حال کې د ولسمشرۍ دوهم مرستیال، سرور دانش د لوړو زده‎کړو وزارت لپاره نن(شنبې د چنګاښ۱۷مه)سرپرست معرفي کړ.

سرور دانش په دې مراسمو کې وویل:«علمي چاپېریال د قضا چاپيریال په ډول دی، ډېر سپيڅلی دی چې باید ناپییلی او بې پرې ووسي او د حکومت او سیاسي مداخلو لیري وي.»

مخکې له دې حکومت څلور تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپېژندل، د جرګې لخوا رد شول.

سره له دې د ولسي جرګې رخصتیانې تر دوو ورځو پورې پيلیږي، که حکومت په دې موده کې وزیران معرفي نکړي نو دا کار به څو راتلونکو میاشتو پورې وځنډیږي.
 
اوسمهال کابو ۱۰ وزارتونه او یو شمېر ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي چې د یو شمېر کسانو په اند دې لړۍ حکومت ته خنډونه رامنځته کړي دي

شریک یي کړئ