Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمير استازي: نوماندوزیران به د پيسو په بدل کې رایه خپله کړي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې یو شمېر همکارانو یې د پیسو په بدل کې نوماند وزیرانو ته رایه ورکړې ده.

په دې وروځو کې ولسي جرګه د حکومت اتو نوماند وزیرانو له پاره د رایې ورکولو په موخه صندوقه ږدي، خو ویل کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېرغړي نوماند وزیرانو ته د باور رایي ورکولو په بدل کې له پیسو نیولو ان د خپلو عزیزانو له پاره د دولتي څوکیو اخیستو معامله کوي.

د ولسي جرګې غړی، میربت منګل څرګندوي:«یو شمېر وزیران چې معرفي شوي دي او له بده مرغه د یو شمېر وکیلانو لخوا معامله شوې ده چې زه تا ده رایه درکوم او ته ماته په دې ولایت کې پلانی د رئیس په توګه معرفي کړه.»

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي بیا مني چې ښايي معاملې ترسره شي، خو غوښتنه کوي هغه کسان چې په دې تړاو کوم اسناد  لري باید دغه کسان رسوا کړي.

د ولسي جرګې بل غړی، غلام حسین ناصري زیاتوي:«هغه موضوع چې ویل کېږي باید سرچینه یې هم مشخص شي. ټول وکیلان دې نه تورن کیږي باید نوم یې واخیستل شي.» 

د شخصي سلیقې له مخې نوماند وزیرانوته د رایو ورکول ملي خیانت بلل کیږي.

د ولسي جرګې بل غړی څرګندوي:«که څوک واک لري او رایه ورنکړي بیا هم خیانت دی. که څوک واک نلري او رایه ورکړو بیا هم خیانت دی. که کومه غلطه خبره پیدا شي نو دا به له خلکو سره خیانت وي.»

خو حکومت بیا په دولتي څوکیو د کسانو په ګومارنه کې د رڼښت خبر ورکوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه‎پال وايي:«د ګمارنو بهیر د ملکي خدماتو کمېسیون لخوا په رڼه توګه ترسره کيږي، له هغې پرته هیڅ کوم چارواکی د ګمارنې واک نلري.»

د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په اند  دولسي جرګې له غړو سره د نوماند وزیرا د تګلارو او پروګرامونو په اړه سلامشورې کومه ستونزه نده، خو د دولتي څوکیو په سر د پيسو اخیستل او ماملې بیا د قانون خلاف بلل کیږي.

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي بیا مني چې ښايي ماعملې ترسره شي، خو غوښتنه کوي هغه کسان چې په دې تړاو کوم اسناد لري، نو باید دا کسان په ګوته شي

شریک یي کړئ