وروستي خبرونه
Thumbnail
ولایتي

د امنیتي ځواکونو جسدونو ته د حکومت له بې پامۍ نیوکې

د عبدالجمیل کورنۍ وايي، هغه له خپلو یو شمېر هم‎لیکو سره کابو درې اوونۍ مخکې په هلمند کې د طالبانو په برید کې شهید شو او ملي دفاع وزارت په ځانګړې توګه د څلورسوه بستریز روغتون،د هغه د شهادت په اړه د هغه کورنۍ ته خبر نه وو ورکړی.

عبدالجمیل هغه سرتېری چې په هلمند ولایت کې شهید شو د نوموړي کورنۍ او خپلوان د هغه د جسد په لېږد کې ملي دفاع وزارت په بې پروایي تورن وي.

د عبدالجمیل کورنۍ چې د هغه مړی یې له ۲۰ ورځو هڅو وروسته ترلاسه کړ، وايي چې د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستریزه روغتون مسؤولانو نه یوازې دا چې د سرتېرو مړي د هغوی کورنیو ته نه رسوي، حتا په ځینو مواردو کې دغو کورنیو ته خبر هم نه ورکوي.

عبدالجمیل چې ۱۰ میاشتې وړاندې له ملي پوځ سره یوځای شوی وه، موده وړاندې په هلمند ولایت کې شهید او تېره ورځ د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په دراني کلي کې خاورې ته وسپارل شو.

د عبدالجمیل ملګری مصطفي وویل:«څو ورځې وړاندې عبدالجمیل زنګ وواهه او وې ویل چې چورلکه او یا یو بل څه راشي او موږ وژغوري،له هغې څخه پرته زموږ ژغورنه ستونزمنه ده.»

په همدې حال کې د عبدالجمیل خپلوان ګيله لري چې ملي دفاع وزارت نه یوازې دا چې د هغه  مړی کورته ونه لېږدوه بلکې د هغه خاورته سپارلو په مراسمو کې هم هېچا ګډون و نه کړ.

د عبدالجمیل یو خپلوان صفي الله په دې اړه څرګنده کړه:«یو موټر یې موږ ته رانه‎کړ چې جنازه راوړو، موږ په شخصي موټر کې جنازه راوړله.»

 خو له دې ټولو سره سره ملي دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د مړو په سپارلو کې هر ډول بې پروايي ردوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه په ډاګه کړه:«په هېڅ ډول داسې پېښه نه ده شوې چې یو کس په روغتون کې پاتې وي او کورنۍ ته یې تسلیم شوی نه وي.»

یو شمېر هېوادوال په دې باور دي چې د امنیتي ځواکونو سرتېري خپل ژوند د خلکو او وفادارۍ په خاطر له لاسه ورکوي نو حکومت باید د هغوی په حق جفا ونه کړي.

شریک یي کړئ