Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د یوه سرتېري له خوا په بهرنیو ښوونکو ډزې شوي

سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه سرتېري،نن له غرمې وروسته (شنبې د غبرګولي په ۲۷ مه)د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې څلور بهرني ځواکونه په ډزو سره وژلي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام طلوع نیوز ته وايي چې دغه څلور ښوونکي،ټپي دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي چې دغه بریدګر د نورو سرتېرو له خوا د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

تراوسه د دغې پېښې انګېزه او د بهرنیو ځواکونو هویت څرګند نه دی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې کابو دوه میاشتې وړاندې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د طالبانو له خوا ډله‎ییز برید شوی وه او کابو ۲۰۰ تنه سرتېري او افسران په دغه قول اردو کې د دغه برید په پایله کې شهیدان شول.

ځايي چارواکي وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه سرتېري په دغه ولایت کې پر بهرنیو ښوونکو ډزې کړي دي او هغوی یې ټپيان کړي دي.

شریک یي کړئ