د لوګر د ولایتي شورا یو غړی طلوع نیوز ته وايي چې د دغې پېښې په وژل شویو کې ۵ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.

ولایتي
له احمد یوسف خېل څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
په لوګر کې یوې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱ تنه غړي وژلي
په لوګر ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د محمد اغې ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د یوې کورنۍ د یوه ۷ میاشتني ماشومن په ګډون ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي په دې اړه وویل چې دغه پېښه،نن جمعه ۲:۱۵ دقیقې د محمد اغې ولسوالۍ د زروغون په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د واټ تهڅېرمه یوه ځای پر ځای شوی ماین د یوې سراچې ډوله موټر د تېرېدو له امله چاودنه وکړه.
د لوګر د ولایتي شورا دغه غړی،ټینګار وکړ چې دغه کورنۍ یوه واده ته روانه وه.
د دغې پېښې وژل شوي د یوه اوه میاشتني ماشوم په ګډون څلور ماشومان، پنځه تنه ښځې او یو نرینه دی.