Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د بریټانیا له سفیر سره د اتمر لیدنه

ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، د انګلستان له سفیر، نیکولاس کي سره کابل کې د لیدنې پرمهال تېره ورځ(جمعه د چنګاښ۲۹مه) د سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ملي امنیت سلاکار دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر پرمخ بیولو ټينګار کړی دی.

ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د سولې له بهیر څخه د انګلیستان د حکومت او خلکو له ملاتړ څخه درناوی کړی او زیاته یې ده چې انګلیستان د افغانستان ستراتیژیک ملګری او همکار دی. 

ښاغلي اتمر د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې دانګلستان همکاري او ژمنتیا ارزښتناکه و باله.

د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د انګلیستان سفیر، ښاغلي نیکولاس کي د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیز د پام وړ ګام وباله ترې یې ملاتړ کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي کي د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان هیله بخښوونکی و باله او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو هوکړو په خاص ډول له اوربند څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د ملي امنیت سلاکار دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انګلستان سفیر د افغانستان د سولې وړاندیز یو مثبت ګام بللی

شریک یي کړئ