۲۵ کلن کریم اسیر افغاني چارلي چاپلېن چې په دې وروستیو کې یې سینما ته مخه کړې د چارلي چاپلین له هنره په تقلید کولو غواړي د دردېدلو افغانانو پر شونډو مسکا خپره کړي.
د افغانستان چارلي چاپلین وايي په کابل کې نندارې وړاندې کوي او موخه یې د خلکو خوشاله کول دي.
هغه په دې اړه وویل:«زما موخه دا ده چې د دا شان تیاترونو په اجرا کولو سره، له خلکو سره مرسته وکړم، ترڅو هغوی که د یوې شبېبې لپاره هم وي، د چاودنې او ځانمرګي دردونه او کړاو هېر کړي.»
کریم اسیر په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې کله چې د افغانستان ډېرې برخې د طالبانو په واک کې وې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه وکړه.
نوموړي په ایران کې د چارلي چاپلېن فلمونه کتل او همدا کار د دې لامل شو چې اوس د افغانستان د چارلي چاپلېن په نوم شهرت پیدا کړي.
ښاغلي اسیر په دې اړه زیاته کړه:«په واټونو کې له اجرا سره غواړم خلکو ته بېلابېل او متفاوت پیغامونه ورکړم او اوس د ښاراوسېدنې پر فرهنګ مې تمرګز کړی دی.»
هغه وايي په ځلونو د مخالفو وسله والو لخوا ګواښل شوی چې دا کار ونهکړي ځکه د دوی په وینا دا د اسلامي احکامو پرخلاف کار دی خو هغه وايي خپل کار ته دوام ورکوي.
نوموړی دا نندارې تر ډېره په عامه پارکونو کې، یتیمانو ته او په کابل کې د نړیوالو سازمانونو په نمایندګیو کې ترسره کوي.
موسیقي او هنري نندارې د هېواد د خلکو د کلتور یوه برخه ده خو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو لخوا دا کار منعه اعلان شوی و.