Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان فلم پخوانی رییس: زه یې وګواښلم چې له رسنیو سره خبرې ونه کړم

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغان فلم د ارشیف پر لیږد د سینماګرانو او هنرمندانو د نیوکې په لړ کې، اوس د افغان فلم پخوانی رییس وايي چې هغه د دولتي بنسټونو له خوا ګواښل شوی چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

محمد ابراهیم عارفي په ډېرې ستونزې سره حاضر شو چې له طلوع نیوز سره مرکه وکړي هغه وايي چې له هغه غوښتل شوي وو چې په دې اړه له رسنیو سره څه ونه وايي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د هغو مرکو په اړه چې له رسنیو سره یې کوم، ویل شوي ول را دې شي او

ځواب دې ورکړي، خو ما یې په ځواب کې وویل نه مسوولیت لرم او نه هم واک.»

د افغان فلم خوندیځ یا ارشیف موده وړاندې ارګ ته ولېږدول شو او د هغه ځای د بریټانیا سفارت ته ورکړل شو.

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر په ارګ کې د افغان فلم د خوندیځ نوی ځای پرانیست.

د افغان فلم پخوانی رییس وايي هغه په تېرو پنځو کلونو کې ډېر شمېر مستند او سینمايي فلمونه راټول کړي وو خو اوس د دغو فلمونو د برخلیک په اړه اندېښنه لري.

تر دې وړاندې د هېواد نامتو فلم جوړونکي عتیق رحیمي ویلي وو د افغان فلم حالت ته په کتو سره د حکومت لخوا د دغه حرکت اتنظار شونی وه دا ځکه چې افغان فلم له کلونو راهیسې پر خپلو پښو ودرېږي او له هغه څخه مهم سینمایي مرکز جوړ کړي او د دغه ریاست لخوا له ځوان فلم جوړوونکو سره هم کومه مرسته ونشوه.

شریک یي کړئ