Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خندان او هیله؛ د کابل کارګرو ماشومانو لپاره د دریا ډالۍ

د هېواد مشهور او نامتو سندرغاړی او د ماشومانو د ملاتړ صندوق د نړیوال صندوق د سولې سفیر فرهاد دریا نن (پنجشبې د زمري په ۱۹ مه)د کابل ښار د واټونو پر سر د کارګرو ماشومانو لپاره کنسرټ اجرا کړ.

فرهاد دریا د ماشومانو په منځ کې په شور ماشور سندرې وايي خو له کلونو راهیسې له جګړو او زور زیاتيو ځورېږي.

فرهاد دریا د ماشومانو ډېر خوښېږي او د ماشومانو د برابرۍ، د دوی د سوکاله ژوند په اړه سندرې وايي.

ښاغلي دریا په دې اړه وویل:«د دغو ماشومانو لاس نیوی یوازې په مالي مرسته نه کېږي، باید ټولنه خبره شي! ټولنه باید له دغو ماشومانو سره د مرستې ولې کول زده کړي.»

له دغه کنسرټ څخه د پلازمېنې کار ګرو او د واټ پر سره کارګرو ګټه واخیسته، په یقین چې خندا او خوښي ده ښايي چې په کم عمر کې یې لږ تجربه کړي وي.

 فرهاد دریا ددغو ماشومانو سره د تل پاتې دوستۍ خبره کوي، خو زیاتوي چې د هېواد دغه راتلونکی نسل له پامه غورځول شوی دی.

دغه ماشومان وايي چې له دغه کنسرټ څخه یې خوند واخیست.

یوه له دغو ماشومانو څخه بنفشه وايي:«له فرهاد دریا څخه نړۍ مننه چې موږ یې دغه کنسرټ ته راوبللو او موږ ته یې سندرې وویلې ترڅو موږ خوشحاله کړي.»

دغه کنسر د ماشومانو د ژغورنې د صندوق له خوا په لاره اچول شوی دی.

د دغه نړیوال بنسټ ویانده وايي، د کنسر موخه ددې په موخه د افغانستان کار کوونکي ماشومان ترڅو له پامه ونه غور ځول شي.

د دغه نړیوال بنسټ ویانده مریم عطايي وايي:«د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق غواړي چې د روان کال تر پایه د ماشوم مقرره تصویب شي چې دغه مقرره د ماشومانو کار منع کوي او د ماشوم په ځانګړې توګه د کارګر ماشوم ژوند تضمین کړي.»

دغه کنسرټ کې له زرو ډېر ماشومانو یوه بېله ورځ تجربه کړه هغه ورځ چې په کلونو کلونو له دې ورځې کوچینی او لوی له دغې خوند بې برخې دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د دغې کنسرټ له ترسره کېدو څخه موخه د کارګرو او واټ پر سر د کارګرو ماشومانو د غږ د ژوندي ساتلو او همدارنګه د ماشوم د مقررې د تصویب لپاره وايي، هغه مقرره چې د هغه پر بنسټ په افغانستان کې د ماشومانو کار ممنوع شي.

شریک یي کړئ