Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر په شپو او ورځو کې د کلکو امنیتي تابیاوو ژمنه

په داسې حال کې چې کابل په دې وروستیو کې د ترهګریزو پېښو او چاودنو شاهد دی، چې همدا تېره ورځ له غرمې مخکې (یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه) کابل ښار کې د پنځمې حوزې په اړوند سیمه د سیلو واټ ته‎څېرمه درې پرله‎پسې چاودونو دوه تنه ووژل او ۲۴تنه نور یې ټپيان کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې لومړی چاودونه د یوه نښلوونکي (مقناطیسي) له امله وه چې د برهان الدین رباني (د ښوونې او روزنې) پوهنتون د زده‎کړیالانو په موټر کې ځای پر ځای شوی و. خو شېبه وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې.

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، دوه نورې چاودنې په بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وې.

په دویمې چاودنه کې، د رادیو کلید خبریال محمد فصیح او د ازادۍ راډیو خبریال جاوېد کارګر هم تپيان شوي دي.

د روژې مبارکې میاشتې له پیل او په دغې میاشت کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه د طالبانو له ګواښ سره جوخت، کابل د څو ترهګریزو پېښو شاهد و.

په یوې وروستۍ اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې کابل کې ترهګریزې پېښې له ولسي وګړو قرباني اخلي.

له دې سره جوخت کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د غبرګولي په ۱۳مه) کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا به کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د دغه پلان پر بنسټ، امنیتي بنسټونه او د ملي پولیسو ټول ځواکونه په اضطراي حالت کې دي او په مرکز او ولایتونو کې به لومړی درجه احضارات وي.»

که څه هم وروستیو اوونیو کې کابل کې زیاتې ترهګریزې پېښې شوي، خو ښکاري چې خلک یې د یوې خوښۍ له لمانځلو نه دي منع کړي او په پوره جوش او خوښۍ سره بازارونو ته ځي او د کوچني اختر د لمانځلو په تابیاوو بوخت دي.

وچه مېوه چې د اختر په رارسېدو سره یې پلور زیات تېږي، خو بیه یې خورا ډېره شوې ده. پسته، بادام، چهارمغز او نور دا ورځې ګرم بازار لري.

کابل مېشتی فضل حسین وویل:«لږ هیله شته چې انشاالله ومېوه وپېرو، له خیره اختر له خپلې کورنۍ او دوستانو سره، د افغانستان خلک اختر په خیر تېر کړي.»

ولي محمد نږدې درې لسیزې کېږي چې کابل او جلال اباد کې وچه مېوه پلوري. دی وايي، نسبت تېر کال اختر کې ترې سږني اختر کې خلکو ډېره مېوه اخیستې ده.

د وچې مېوې پلورونکی ولي محمد هم وايي:«بیې ښې دي د نورو کلونو په پرتله بیې ټیټې دي. کشمش تېر کال کیلو څلور سوه وې سږ کال دوه سوه او دونیم سوه دي.»

یو شمېر کابل مېشتي چې بازار ته د توکو د اخستو لپاره راغلي وايي، هیله یې دا وه چې طالبان به سږ کال هم اوربند وکړي.

کابل مېشتی سیدالرحمن په دې اړه څرګنده کړه:«په تمه وو چې سږکال هم د تېر په پرتله، په کوچني اختر کې بیا هم اوربند شوی وای.»

کورنیو چارو وزارت په یوې خبري غونډه کې وویل چې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا به کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

شریک یي کړئ