Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ خوندیځ کې کابو ۴۰ مېلیونه سندونو د دېجیټل کېدو په حال کې دي

د ارګ په خونديځ (ارشیف) کې د زرګونو ساعتونو هنري او خبري فلمونو ترڅنګ، د شاهۍ او جمهورۍ دورو کابو څلوېښت مېلیونه لیکلي سندونه د دېجيټل کېدو په حال کې دي.

د ارګ د خوندیځ مسوول کراکرا دا ارشیف له نړیوالو معیارونو سره برابر بولي او وايي چې پر دغه خوندیځ ۱۱ مېلیونه افغانۍ لګېدلې دي. 

له فرمانونو ډک صندوقونه، مصوبې، هوکړه‌‌لیکونه، د ملکیتونو سندونه، د حکومتي مامورینو سوانح او غوښتنې، د هېواد له شاهي نظام تر مخکنیو ولسمشرانو، ټول د ارګ په خوندیځ کې خوندي دي.

دغه لیک د ارزګان د یوه شپونکي عریضې ته ځواب دی چې دوه زورواکو یې خونه ورانه کړې، او محمد ظاهر شاه په دغه لیک کې حکم کړی چې ځايي چارواکي له ځنډ پرته هغه دوه کسان د پلټڼې لپاره راوبولي.

د ارزګان د شپونکي د عریضې په ځواب کې د ظاهر شاه لیک

د ارګ ټول لیکل شوي اسناد له پاک کارۍ وروسته په یوه ازمېښت ځای جوړ او د عفونت ضد مواد پرې وهل کېږي.

د ارګ ارشیف د ازمېښت خوني مسوول اسحاق یعقوبي وايي:«زموږ کار داسې دی چې موږ هېڅ سند لیرې نه اچوو حتا که‎چېرې د هغه یو پر درېیمه برخه وي او د ویلو نه وي.»

د محمد ظاهر شاه څو کتابونه چې یو یې هم فرانسوي رومان دی، تر اوسه هم د لابراتور پر مېز پروت دی، خو د پاچا ۳۸۰ نور کتابونه له پاک کارۍ او جوړېدو وروسته د ولسمشر غني کتاب‌خونې ته لېږدول شوي دي.

د خوندیځ په یوې خونه کې هم د پاچایانو او ولسمشرانو شخصي، سفري او د کورنیو د تصویرونو البومونه ساتل کېږي.

دلته یوازي د ظاهر شاه انځورونه راخیستل شوي دي

یوې المارۍ کې ډېری تاریخي کتابونه او یو شمېر لیکل شوي ټولنیز موضوعات ساتل کېږي چې یو یې هم د افغانستان په نوم خپرونه ده.

د دغه ارشیف په یوې خونه کې ټول لیکل شوي سندونه پاک، مکروب ضد او د ډيجیټل کېدو لپاره سکن کېږي، څو د یوه لوی تاریخ په توګه ژوندي وساتل شي.

د ارګ خوندیځ (اریشف) مسوول رفیع الله عزیزي وايي:«له دغو الماریو خاورې نه تېرېږي او په اسانۍ سره رطوبت نه رسېږي. داسې دي چې د کلونو په موده کې اسنادو ته به زیان ونه رسېږي.»

د ارشیف یوه بله برخه د افغان فلم ډیجیټل کېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

 د جمهوریت ورځې د درېیمې کلیزې د لمانځې په مناسبت فلم، دا کلیزه ولسمشر داوود خان په ګل خانۍ ماڼۍ کې لمانځلې او د هېواد سربېره په کې د ایران، تاجکستان او روسیې هنرمندانو هم ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ