Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سینما لپاره د رویا سادات له کړنو ستاینه شوه

د هېواد د یوې نامتو او مشهورې فلم جوړونکې له کړنو نن په کابل پوهنتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ستاینه وشوه.

د افغان فلم چارواکو او ځينو ملي او بهرنیو بنسټونو په دغه غونډه کې د رویا سادات کړنې یې د افغانستان په ټولنه کې د دودونو ماتولو بېلګه وبلله او د هېواد د سینما لپاره د رویا سادات فعالیتونه یې د تبعیض په وړاندې لوړغږ وباله.

په دغې غونډه کې د رویا سادات د وروستیو کارونو د ستاینې لپاره، د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې له خوا ستاینلیک ورکړل شو.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون رییسه سیما سمر وویل:«رویا سادات له هر ډول تبیعض او هر ډول پولې څخه پرته وښودله چې د افغانستان ښځې یا سړي په ټول او په ځانګړې توګه ښځې چې تل تر چادرۍ لاندې او له پېژاند او اصلي څېرې څخه پرته ګرځي بله څېره هم لري چې کولای شي خلاق او لاره پرانستونکي وي.»

د افغانستان د سینما ګرانو د ټولنې رییس جوان شیر حیدري په دې اړه وویل:«هغه مېرمنې چې د دغه هېواد د کلتور او هنر د ودې لپاره مبارزه کوي، کوښښ کوي او لټون کوي لاره یې ډېره ښکلې لاره ده.»

دا غونډه د افغان فلم، د فرانسې انسټېټیوټ، ګویټه انسټېټیوټ او د هنر او سینمايي اکاډمۍ له خوا جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه