Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره د بریټانیې د ملاتړ دوام

بریټانیا، په افغانستان کې د لرغونو او کلتوري اثارو د خوندي ساتلو په لړ کې د دغه هېواد پر ملاتړ ټینګار کوي.

کابل کې د بریټانیا سفیر د ملي موزیم د لیدو پر مهال وویل چې لندن تل هڅه کړې ترڅو له بېلابېلو لارو په افغانستان کې له موزمونو او حکومتونو ملاتړ وکړي.

نیکولاس کي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰ مه) له غرمې وروسته د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه:« بریټانیا د افغانستان د تاریخي اثارو یو پياوړی ملاتړی هیواد دی له کلونو راهیسې بريټانیا له بېلا بېلو لارو د افغانستان له موزیم سره مرسته کړې ترڅو خپل تاریخي اثار وساتي.»

په همدې حال کې د ملي موزیم رییس محمد فهیم رحیمي د دغه موزیم د پراختیا او پرمختګ خبر ورکوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:«د افغانستان د ملي موزیم او همدارنګه په ولایتونو کې د نورو موزیمونو لپاره پراخ او انکشافي پلاونه په لاس کې لرو.»

دغه زار، خلک هم غواړي ملي موزیم پراخوالی پيداکړي او د ملي موزیم لیدونکي زیات شي.

د کابل اوسېدونکې مولوده توانا وايي:«کله چې یوه ټولنه د غني فرهنګي اثار ولري، ښې پایلې لري.»

د افغانستان ملي موزیم په کابل کې د هېواد د سترو تاریخي میراثونو او د اثارو د ساتنې مرکز دی چې پکې لږ تر لږه ۷۰ زره تاریخي اثار ساتل کېږي.

بلخوا د رپوټونو له مخې په هېواد کې ځينې تاریخي ځایونو کې په خپل سرې توګه کیندنې  کېږي او بهرته په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.

شریک یي کړئ