Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د موسیقۍ انسسټېټیوټ د «پولار موسیقۍ» جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ او د امریکايي موسیقۍ یو ډلې د سویډن « پولار موسیقۍ» جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه د مویسقۍ د نوبل جایزې په نامه هم یادېږي چې د سویډن د شاهي کورنۍ د شپاړلسم شاه کارل له خوا دغو دوو ډلو ته ورکول کېږي.

د دغې جایزې د قضاوت کوونکو (داورانو) پلاوي ویلي دي چې د میټالیکا د موسیقۍ ډلې د فوق‎العاده سرعت سره د نوټونو له کارونې سره توانېدلې ده چې د راک موسیقي هغه ځای ته ورسوي چې هېڅکله هلته نه وه.

د میتالیکا ډلې ضرب غږونکی او د هغه یو بنسټ اېښودونکی لارس اولریچ ویلي دي چې دا جایزه د هغوی لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.

دا جایزه نن چهارشنبې د سویډن د شاهي کورنۍ له خوا ورلول کېږي.

د دې جایزې لړۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې پیل شوه. د سویډن شاه انډرسون په ۱۹۹۷ کال کې ومړ او کورنۍ یې د دې جایزې لړۍ ته دوام ورکړ.

لور یې ماري لیډین د دغه بنسټ فعالیتونه له سویډن څخه بهر په مخ بیايي.

د دغې جایزې پخواني ګټوونکي د سترنګ، التون جان، ري چارلس، چال مک‎کارټني، روی شنکر، انیو موریکان، باب ډیلان، لډ زپلین، رني فلیمنګ، پنګ فلوید، پیټر ګبریل، اساک سټرن، سټیف ونډر، پال سیمون، ګلبرټو ګل، بي بي کنګ، ایمولو هارس، یویوما، پټي سمټ، کوینسي جونز، بورټ باچاراه، ډیزی ګلیسپي، یوسو انډور، چک بري او بروس سپرنګسټین د موسیقۍ ډلې دي.

دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د پاپ موسیقۍ په برخه کې په کلاسیک اساس یا جاز سره فعالیت کوي.

د دغې جایزې مشرتابه پلاوي ویلي دي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ توانېدلی چې موسیقي ژوندۍ او له موسیقي سره د وژند زېری ورکړي.

شریک یي کړئ