د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نجونو د موسیقۍ آرکسټر(زهره) فریموس نا پييلې بنسټ نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
دا بنسټ په ټوله نړۍ کې له موسقۍ دفاع کوي او مرکز یې د ډنمارک ښار په کوپن هاګن کې دی.
د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټوټ د آرکسټر د روزنې مسوؤل، کبین بشر څرګندوي:"د موسیقي نندارو پایله د دې ماشومانو د سخت زیار پایله ده. دا د دې ماشومان نوښت او هیله ده. موږ د افغانستان موسیقۍ تر څنګ نړیواله موسیقي هم غږوو."
د زهره په نوم د دیرش کسیز آرکسټر ډله به په څو اروپايي هېوادونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.
اروپا ته د دوي د هنري سفر لګښت په ډاووس ښار کې د اقتصاد د کلنۍ ناستې د ترسره کوونکو لخوا ورکول کیږي.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت له ۲۵۰ زده کونکو څخه څه دپاسه شپیته تنه یې نجونې دي، ددغو نجونو د موسیقۍ غږ کرار کرار په نړۍ کې اوریدل کیږي او مینه وال پیدا کوي.