Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان خوش نویسانو پنځونې په ترکیه کې نندارې ته اېښودل کېږي

د کابل او هرات د خوش نویسانو په لسګونه اثار او پنځونې به د ترکیې په یو نړیوال نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي.

په دغه نندارتون کې به د ثلث، کوفي، نسخ، نستعلیق او د هرات ځانګړی خطونه د مولانا او بیدل له شعرونو او د قران کریم له ایاتونو سره سینګار شوي اثار نندارتون ته اېښودل کېږي.

په هرات کې د ترکیې د انسجام او همغږۍ دفتر مسوول وایي، دغه بنسټ به ډېر ژر له ترکیې سره د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د اړیکو په رابطه یو لوی سمپوزیم جوړ کړي.

ډاکټر علي ارغنون چنار په دې اړه زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د دغه الهي هنر د پایښت لپاره، له هر ډول همکارۍ او مرستې ډډه نه کوو.»

په دغه نندارتون کې به پنځه تنه د هرات او دوه د کابل د ښکلي خط لیکونکي ګډون وکړي او نندارې ته د افغان ښکلي خط لیکوونکو د آثارو د وړاندې کولو ترڅنګ به د ترکیې له انځورګرانو او د ښکلي خط لیکلوونکو (خوش نویسانو) سره وګوري.

د هرات د ښکلي خط لیکوونکو د ټولنې غړی عبدالجلیل توانا په دې اړه څرګنده کړه:«موږ خپل اوه تر اتو اثار غوره کړي دي، خو ټاکل شوې ده چې درې اثار مو نندارې ته کېښودل شي.»

له بلخوا د هرات د ښکلي خط د لیکوونکو ټولنې رییس ټینګار کوي چې دا نندارتون به داسې یو فرصت وي چې د افغان د ښکلي خط لیکوونکو آثار نړیوالو ته وړاندې شي.

د هرات د ښکلي خط لیکوونکو ټولنې مشر نېک محمد مستمند وايي:«حس کوم چې د ښکلي خط لیکل د حکومت له خوا هیر شوی. او دا نندارتون یوازینی کار دی چې د بهرنیو موسسو له لارې وکړای شو دا هنر ژوندی کړو.»

دغه نندارتون به د ترکیې په استانبول ښار کې د اوو افغان او اتو ترکي د ښکلي خط لیکوونکو په ګډون پرانیستل شي او درې ورځې به د لیکوونکو پرمخ پرانیستی وي. 

شریک یي کړئ