Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ په مزارشریف ښار کې د نوروز لپاره چمتووالی

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د نووز جشن د لمانځنې فرهنګې کمېټه د راتلونکي جشن لپاره له چمتووالي خبر ورکوي.

دوی وايي یاد جشن په پرتمینو مراسمو ولمانځل شي او ورته د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه هم ملیمانه رابلل شوي دي.

د نورز جشن د ترسراوي د کمېټې د تشریفاتو رییس، محمدبشیر توحیدي وايي:«ټول چمتووالی نیول شوی، نور کالونه به د سویل نه میلمانه یوه ورځ مخکې له نوروز نه راتلل، خو اوس کابو زر تنه میلمانه د نوروز نه کابو یوه اوونۍ مخکې راغلي دي.»

همداراز یو شمېر میلمانه هم له ولایتونو راغلي او غواړي چې د جنډې پورته کولو مراسم وګوري او دعا وکړي.

د هلمند اوسېدونکې، بلقیس وايي:«زه هر کال زیارت ته راځم، امنیت وو، خو سږکال وايي چې امنیت ښه نه دی، خو زه راځم چې خدای ارامۍ راولي دعا کوم.»

د هلمند بله اوسېدونکې، خانم ګل زیاتوي:«دلته آزاده ګرځو، د نوروز میله لمانځو، پارکونو ته ځو، هلمند کې دا آزادي نشته.»

په داسې حال کې چې هر کال د نوروز میلې د لمانځلو لپاره امنیتي بنستونه ځانګړې تابیاوې نیسي، بیا هم خلک هیله لري چې په دې برخه کې ډېر پام وشي تر څو خلک یاده مېله په ښه توګه ولمانځي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکی، محمدپیروز له امنیتی ځواکونو غوښتنې لري:«امنیتي ځواکونه دې امنیت ونیسي، خلک له لیري سیمو راځي چې نوروز ولمانځي.»

د مزار شریف بل اوسېدونکی، احمدنوید وايي:« هیله ده چې نوروز په ښه توګه ولمانځل شي، او خلکه چې راځي خوشاله ووسي.»

همداراز  محمدشفیع څرګندوي:« موږ روضه رنګمالي کړې ده، هدیره مبارکه مو رنګمالي کړې ده.»

د نور جشن ترسراوي د فرهنګي کمېټې مشر وايي سږ کال د نوروز جشن لمانځلو په موخه د کنسرتونو په ګډون بیلابیلې تفریحي پروګرامونه په پام کې لری.

د نور جشن ترسراوي د فرهنګي کمېټې مشر، صالح‌محمد خلیق وايي:«د نورو په څلویشتو ورځو کې موږ هیله لرو چې کابو یو میلیون لیدونکي په مراز کې ولرو، او داسې ښکاري چې د یاد شمېر کوربه به ووسو.»

نوروز

اوس مهال بلخ کې د حضرت علي زیارت له سره رنګ شوی او په څراغونو روښانه شوی. په دې ورځو کې د یاد زیارت شاوخوا ډېره ګڼه ګونه وي او خلک له ښکلاوو خوند اخلي.

د نوروز جشن د ترسراوي کمېټې مسوولین وايي یاد جشن به په پرتمینو مراسمو ولمانځل شي او ورته د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه هم ملیمانه رابلل شوي دي

شریک یي کړئ