Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غزني بالاحصار کلا پنځلس نور برجونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

د غزني د بالاحصار کلا د ۳۶ برجونو له ډلې، د هغه ۲۱ برجونه نړېدلي او ۱۵ نور یې د لوېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغې کلا یو تر ټولو ستر برج د تېرې اوونۍ د سې‎شنبې په ورځ ونړېد.

د طلوع نیوز خبریاله حسیبه اټکپاله چې دغې کلا ته ورغلې وايي، په ۲۰۱۳ کال کې دا برج بیاورغول شو، خو اوس لیدل کېږي چې د هغه په بیارغونه کې له خامو خښتو او خاورو کار اخیستل شوی او همدارنګه د دغه برج تهداب پر ورستو لرګلیو شوی دی.

اخوا لرغون پېژندونکي، د بالاحصار کلا او د کابل غزني د لویې لارې درې کیلومټري واټن او همدارنګه په دې وروستیو کې د درنو وسلو او د ماینونو کارونه دغې کلا ته د زیان رسېدو لاملونه بولي.
 
لرغون پېژندونکی عبدالغفور حمیدي په دې اړه وویل:«یوازې خامې خټې یې پرې مښلې او ګل ماله‎ یې پرې کش کوله چې هېڅ کیفیت یې نه درلود.»

په داسې حال کې چې د المان اخن پوهنتون د دغې کلا د بیارغولو لپاره دوه ځله مرسته وکړه او اوس مالومه نه ده چې دا پیسې څرنګ او چېرته لګول شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د بیارغونې بودیجه یوازې اته سوه زره ډالره وه چې پرې لګول شوې او قراردادي شرکت یوازې ضمانت کړی و چې دا تاریخي کلا به تر یوه کاله ونه نړېږي په داسې حال کې چې له هغه وخته شپږ کاله تېرېږي.

اوس یوازې دوه تنه ساتونکي د بالاحصار تاریخي کلا ساتنه کوي په داسې حال کې چې په ځینو موردونو کې د غزني ولایت لرغوني اثار د ناامنۍ قرباني شوي لکه څنګه چې داعش جنګیالیو په غزني کې د شمس العارفین مقبره ونړوله.

د غزني ولایتي مسوولین وايي په تېرو درېیو میاشتو کې یې دوه ځله له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د بالاحصار کلا د برجونو د بیارغونې غوښتنه کړې خو دغه وزارت په دې اړه کوم کار نه دی کړی. 

شریک یي کړئ