Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لومړي ځل لپاره د افغان ستوري لومړی مقام یوې پېغلې ترلاسه کړ

د افغان ستوري په تاریخ کې چې د ډنګ ټکور یو پروګرام دی، د لومړي ځل لپاره یوې یوې پېغلې د دغه پروګرام لومړی مقام خپل کړ.

د افغان ستوري پروګرام د موسیقۍ او سندرغاړۍ د استعداد موندنې یوه سیالیز پروګرام دی چې د طلوع ټلوېزیون له خوا جوړ او هر کال خپرېږي.

د افغان سټوري پروګرام په ۱۳۸۴ کال کې پیل او اوس په هېواد او له هېواده بهر پر یوه مشهوره ټلوېزیوني پروګرام بدل شوی دی.

په لومړي سره کې د افغان ستورو د غوراوي بهیر د داورانو (قضاوت کوونکو) له خوا کېږي خو له ۱۲ غوره ستورو څخه وروسته د خلکو په رایو سره ټاکل کېږي.

شکېب همدرد د افغان ستوري، د لومړني پروګرام لومړنی ستوری دی چې په ۱۳۸۴ کال کې لومړی مقام خپل کړ. خو د دغه پروګرام له پیله تراوسه هېڅ مېرمنې د دغه پروګرام لومړی مقام خپل کړی نه وو.

وسیم انوري د افغان ستوري د څوارلسم پړاو د دویم مقام ګټوونکی دی.

خو د افغان ستوري په ۱۲ پړاو کې چې په ۱۳۹۵ کال کې ترسره شو. زلاله هاشمي یوازینۍ هغه پېغله وه چې د دغه پروګرام تر وروستۍ پړاو مخته ولاړه خو ونه توانېده چې لومړی مقام خپل کړي. او د دغه پړاو لومړی مقام (جمال مبارز) ترلاسه کړ. 

د افغان ستوري پروګرام په ۱۴ پړاو کې، زهرا الهام او وسیم انوري هغه دوه ستوري وو چې د ۱۲ غوره ستورو له منځه د دغه پړاو وروستي پروګرام ته لاره پيدا کړه او بالاخره زهرا الهام وتوانېده چې د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای هم خپل کړي.

دغه پروګرام تېره شپه (د وري په لومړۍ نېټه) د نوي کال له جشن سره سم ترسره شو او په ژوندۍ بڼه له طلوع ټلوېزیون څخه خپور شو.  

د افغان ستورني په دولسم پړاو کې زلاله هاشمي، وتوانېده چې دویم مقام خپل کړي.

د افغان ستوري د لومړي مقام ګټوونکې زهرا الهام وايي، د موسیقۍ په برخه کې له هند څخه دوه کلنه تجربه او زده‌کړې لري. هغه وايي، له لومړي مقام ګټلو وروسته، دې ته هڅېدلې چې پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره له کتنې وروسته، د موسیقۍ په برخه کې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره هند ته ولاړه شي.

د افغان ستوري پروګرام د لومړي مقام ګټوونکې زهرا الهام وايي:«په لومړیو ورځو کې د دې په اړه چې زه دې وکړای شم وروستۍ پړوا ته لاره پيدا کړم، لیدلوري او نظرونه مثبت نه وو، خو کله چې پنځو او څلورو غورو پړاوونو پورې مخته ولاړم، زما په اړه نظرونه مثبت شول - د دې لپاره چې زه وروستۍ پړاو ته لاره پيدا کړم ویل مې چې په دغه فصل کې باید یوه نجلۍ لومړی مقام خپل کړي.»

دا لومړی ځل دی چې یوه نجلۍ په دې پروګرام کې لومړی مقام خپلوي. دې کار یو شمېر نجونې او ښځې هم خوښې کړې دي.

کیڼ لور ته د افغان ستوري د ۱۴ پړاو یوه قضاوت کوونکې اریانا سعید او او زهرا الهام د لومړي مقام ګټوونکې.

کابل مېشته حدیثه احمدي وايي:«ډېره خوشحاله یم چې دا ځل یوه مېرمن لومړی مقام خپلوي. او په دې ډېره خوشحاله یم چې تر دې حده پلویان یې درلودل چې لومړی مقام ترلاسه کړي.»

د کابل بله اوسېدونکې سونا سادات هم څرګندوي:«هر کال یوه سړي د افغان ستوري لومړی مقام خپلوه، باید یوه ښځه لومړي مقام ته رسېدلې وای څو د هېواد نورې مېرمنې هم پرمختګ او ودې ته وهڅول شي.»

د افغان ستوري په پروګرامونو کې معولاً څلور تنه قضاوت کوونکي د ستورو د اجراتو څرنګوالي قضاوت کوي، خو د رایې تعیینوونکي خلک دي.

اریانا سعید، قیس الفت، سیداګل مینا او میر مفتون د افغان ستوري د دغه پړاو حکمان یا قضاوت کوونکو وو.

د افغانستان یو وتلی هنرمند او د افغان ستوري پروګرام ژوري پلاوی قیس الفت د زهرا الهام بریا یو هېښوونکې کړنه بولي.

د افغان ستوري په ۱۴ پړاو کې ۱۲ ستوري د قضاوت کوونکو له خوا غوره کړل شوي وو.

سندرغاړی قیس الفت وايي:«د افغان ستوري پروګرام لپاره ټول قضاوت کوونکي هڅه کوي زه چې د دغه پرورګام قضاوت کوونکی او همدارګه مرسته کوونکی یم، ډېر ښه پروګرام مو درلود او هیله لرم چې په راتلوونکي کال کې د سولې په خبرو اترو کې هم د افغان ستورو په اړه خبرې وشي.»

صدیقه مددګار چې په دې پروګرام کې د اووه غوره کسانو په ډله کې راغله وايي، له زهرا ښځو ملاتړ او تر بریا یې ورسوله.

افغان ستورې صدیقه مددګار څرګندوي:«د دې لپاره چې زهرا لومړي مقام ته ورسېږي، د مدني ټولنې فعالو مېرمنو هغه یې ډېره وهڅوله.»

شریک یي کړئ