Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې د یوه خاوند او مېرمنې پانګونه

یوه خاوند او مېرمن چې د مهندسۍ او طب په برخه کې یې زده کړې کړي، په ګډه د ماشومانو د ادبیاتو لپاره پانګونه کړې ده.

نذیره حمید او شبیر احمد اووه میاشتې وړاندې په ګډه د ماشومانو د ادبیاتو برخه کې د اثارو په خپرولو پیل وکړ. او تراوسه یې د ماشومانو لپاره څه باندې ۴۷ کتابونه چاپ کړي.

دوی تر اوسه د درېیو لیکوالو او یو رسام په ګډون څوارلس کسیز ټیم برابر کړی چې هره میاشت د ماشومانو لپاره د کیسو او رسامۍ یو کتاب بازار ته وړاندې کوي. 

د ګوهر خپرندویه ټولنې بنسټ اېښودونکې نذیره حمید وايي:«هغه ډله چې دننه په هېواد کې یوو، او سره کار کوو په اوونۍ یا میاشت کې یوځل سره راغونډېږو او مشوره کوو چې کوم داستان د ماشومانو لپاره د اهمیت وړ دی چې وې لیکو او خپله نوې طرحه انتخاب کړو. ځکه چې موږ په یوې میاشت کې یو کتاب بازار ته عرضه کوو.»

دغه ښځه او مېړه وايي، خپله لومړۍ طرحه یې په یو سلو پنځه څلوېښت افغانیو چاپ کړه، څو ښوونځیو او وړکتونو ته یې یوړه او دغو بنسټونو یې هم طرحې ومنلې.

دوی وايي، ښوونځیو ورته پيسې ورکړې تر څو یې زده کوونکو ته د میاشتې یو کتاب چاپ کړو، همداسې وشول او اوس یې د پنځو ولایتونو ماشومان د خپلو کتابونو لوستونکي ګرځولي دي.

د ګوهر خپرندویه ټولنې بل بنسټ اېښودونکی شبیر احمد حمید هم څرګنده کړه:«موږ له زر ټوکه کتابونو څخه چاپولو پیل کړل او اوس د میاشتې ۴۸ زره ټوکه کتابونه چاپوو او اوس هم له ماشومانو غوښته ترلاسه کوو چې فرمایش ورکوي چې څه ډول کتابونه لري او څه ډول نه لري چې هغوی ته یې واستوو.»

زحل چې د کابل پوهنتون رسامۍ څانګه لولي وايي، تر اوسه یې دغې خپرندویه ټولنې ته پنځه کتابونه نقاشي کړي دي.

نوموړې وايي، د دې په رسامیو ښکلي شوي کتابونه د ماشومانو لخوا ډېر ستایل کېږي.

 نقاشه زحل شجاع وايي:«هغه طراحي چې کوو دومره نه تر سترګو کېږي ځکه چې یو لومړنۍ سکېج دی خو کله چې کمپيوټري کېږيي او له چاپ څخه بهر کېږي بلکل متفاوته وي.»

دغې فرهنګي جوړې په تېرو اووه میاشتو کې چې کاروبار ته یې مخه کړې ده تر دې دمه ۴۸ زره ټوکه کتابونه چاپ کړي او د پنځو ولایتونو ماشومانو ته یې رسولي دي.

دوی وايي د هر کتاب بیه یې شل افغانۍ ایښې تر څو یې هر زده کوونکی میاشت کې یو ځلې واخیستلی شي.

شریک یي کړئ