Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مس‎عینک د لرغونو اثارو انځورونه په کابل کې نندارې ته کېښودل شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست نن د لرغونو اثارو هغه ۳۰ عکسونه نندارې ته اېښي وو، چې د مس عینک په لرغونو برخو کې کشف شوي وو.

په دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست د رامنځته کېدو ۵۰ کلیزه هم یاده او ولمانځل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په وینا له ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې د میس عینک له سیمې درې زره تاریخي اثار کشف او مرکز ته لېږدول شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون‎پېژندنې رییس نور اغا نوري وايي:«ځينې هغه پاتې شوني چې د لېږد وړ نه وو تراوسه د مس عینک په لرغونې سیمه کې پاتې دي او هلته ساتل کېږي. د بېلګې په توګه لوی او واړه استوپې.»

ویل کېږي چې ډېری دغه لرغوني پاتې شوني له هېواد څخه بهر هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

د علومو اکاډمۍ علمي غړې ستورۍ شمس مایار په دې اړه وویل:«موږ له حکومت څخه غواړو چې په لرغونو سیمو کې د لرغونو پاتې شونو د ساتنې لپاره، د هغه مورد پر بنسټ چې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره په پام کې ونیول شي او دا کار ترسره شي.»

د میس عینک تاریخي سیمه د بودایانو په دورې پورې تړاو لري په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې د لوګر ولایت په دغې نېږدې سیمه کې سروې وشوه چې په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې د میس کان کشف شو.

شریک یي کړئ