Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مغولي امپراطورۍ تاریخي اثار په کابل کې نندارې ته کېښودل شول

«د بابر شاه په پېر کې کابل د مغولي امپراطورۍ په زانګو» د هغه هنري نندارتون نوم دی چې نن د بابر په بڼ کې جوړ شو.

په دغه هنري نندارتون کې چې د افغانستان تاریخي شته او پخوانی کلتور نندارې ته اېښودل شوي، یو ډېر شمېر افغاني او بهرنیو مطرحه څېرو ګډون کړی وه.

د افغانستان لپاره د امریکې د مطالعاتو رییس توماس بارفریډ په دې اړه وویل:« له کلونو جګړې او اختلافونو وروسته خلک شاته ستنېدای شي او د افغانستان د خاوري برم چې په بېلابېلو قومونو او دینونو پورې اړ وندی کتلای شي.»

یو امریکايي څېړونکی چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې پر څېړنه بوخت دی د افغانستان لرغونی آثار خورا ارزښتمن بولي .

څېړونکی مایکل بیري په دې اړه څرګنده کړه:« د دې لپاره دلته یوو ترڅو وښیو چې فرهنګ څه ډول خلکو ته له یو بل سره تړاو ورکوي او په تر ټولو تیاره وختونو کې څه ډول د هیلې پيغام ورکوي.»

په افغانستان کې د فرانسې د سفارت استازی فلیپ بیري هم وویل:« یو ملت د خپل تاریخ په ښودلو سره پېژندل کېږي او دا کار دروناوي او میراثي مطالعې ته اړتیا لري چې له تېرو نسلونونه د زرګونو کلونو په لړ کې د یادګار په توګه پاتې ده.»

هغه څه چې په دغه نندارتون کې انځور کړای شوي دي د کابل ښاروالۍ، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د انسټيټیوټ او په افغانستان کې د فرانسې د سفارت ګډ کار دی.

شریک یي کړئ