Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میدان وردګو بندخونه او بندیانو ته د کتابتون جوړېدل

د میدان وردګو ولایت د مدني ټولنې فعالانو د دغه ولایت د مقام له همکارۍ سره د دغه ولایت زندان کې یې یو کتابتون جوړ کړی دی.

دغه کتابتون چې نوی پرانیستل شوی، د دین، تاریخ، ټولنې او سیاست په برخه کې څه باندې زر ټوکه کتابونه لري.

د میدان وردګو د مدني ټولنې فعالان وايي چې دا کار یې د کتاب ولوست لپاره د بندیانو د هڅونې او هغوی ته د زده کړې د موقع برابرولو په پار کړی دی.

په میدان وردګو کې د مدني ټولنې یو فعال حکمت الله الفت په دې اړه وویل:«موږ د مدني ټولنې بنسټونه هڅه کوو څو دغه کتابتون ته ډېر کتابونه راغونډ کړو، څو بندیان له دغو کتابونو ښه ګټه پورته کړي.» 

دا کتابتون موده وړاندې د دې ولایت د مدني فعالانو له‌خوا د ځايي چارواکو په مرسته پرانستل شو.

د میدان وردګو والي وايي، زندانیان کولای شي له دې کتابتون ښه ګټه واخلي.

د میدان وردک والي مظفرالدین یمین په دې اړه وویل:«په دغه کتابتون کې، څه باندې زر ټوکه دیني، تاریخي، ټولنیز او سیاسي کتابونه شتون لري او بندیان کولای شي چې له دغو کتابونو ګټه پورته کړه.»
بل لورته زندانیان د دې کتابتون له پرانستل کېدو هرکلی کوي.

 یو تن له بندیانو روح الله وايي:«دغه کتابتون څو ورځې مخکې پرانیستل شو او په دغه زندان کې یې ډېر علاقه‎مندان پيدا کړي دي.»

 بل بندي خیرالله هم څرګنده کړه:«له هغو کسانو چې دا کتابتون یې جوړ کړ، ستاینه کوو او موږ بندیان هڅه کوو څو خپل ډېر وخت په دغه کتابتون کې تېر کړو.»

د میدان وردګو ځايي چارواکي وايي، له کتابتونه پرته، د زندانیانو ته د خیاطۍ، خامک کنډولو او رسامۍ زده‌کړې هم ورکول کېږي.

شریک یي کړئ