Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات فرهنګیان دغه ولایت کې د یهودي ابداتو د بیارغونې غوښتنه کوي

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګیان په دغې ولایت کې له یهودیانو څخه د پاتي شویو تاریخي ځایونو د بیاروغونې غوښتونکي دي.

دغه فرهنګیان وایي له هغې وروسته چې په  دغه ولایت کې مېشت یهودیان اسراییلو ته کډه شول له دوی څلور تاریخي ابدې پاتې شوې چې د یوې د بیا رغونې چارې پیل شوي دي.

هغه مهال چې په ایران کې پر دغو لږکیو فشارونه زیات شول، ډېری یې هرات ته راغلل او دلته یې د ژوند بل پاړکی پیل کړ.

د دوی ډېری د مومندو په نومه سیمه کې مېشت شول چې وروسته یې دا سیمه د موسی یانو سیمه وبلله او په سوداګرۍ پیل وکړ.

د ورېښمو او ټوکرو زیات سوداګري همدوی کاوه. او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د کلونو تر پیله یې پرته له کومې ترینګلتیا ژوند تېراوه.

د موسایانو د سیمې یو تن اوسېدونکی محمد نادر په دې اړه وویل:«موږ له خپلو ګاونډیو سره ډېرې ښې اړیکې لرلې؛ زموږ ترمنځ کورنی تګ راتګ وه او د یو بل په مېلمستیاو کې مو ګډون کاوه، خو اوس په دغې سیمه کې نشته.»

د هرات د اوسېدونکو او د پخوانیو یهودیانو اړیکې ښې وې او د هرات ولایت ځینې اوسېدونکې ترې خاطرې لري.

د هرات د پخواني ښار اوسېدونکی عبدالرشید د هغه مهال خاطرې داسې بیانوي:«زموږ یو یوهدي ګاونډی چې د مهمندو په سیمه کې وه او «عزغیل» نومېده او زموږ له یوې مسلمانې خپلوانې سره یې واده وکړی وه، زه په هغو کلونو کې وړوکی وم، د هغوی له ماشومانو سره مې لوبې کولې.»

خو اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه ځای رغوي چې یهودیانو به په‎کې مذهبي مراسم پر ځای کول.

د هرات د تاریخي ابداتو د ساتنې امر زلمی صفا وايي:«د یوحا کنیسې د بیا رغونې کار څو ورځې کېږي چې پیل کړی مو دی او هڅه کوو چې له دغو ابداتو ښه ساتنه وکړو.»

اوسهال په هرات کې د هرات د یهودیانو یوازې ۴ عبادت ځایونه پاتې دي او دا ابدې د ملګرو ملتونو د کلتوري میراثونو په نوملړ کې شاملې دي.

د یهودیانو تر وتلو وروسته د ګورکیا په نوم عبادت ځای په جومات بدل شو.

په یو بل عبادت ځای کې یې ښوونځی جوړ شو، د یوحا په نوم عبادت ځای بیارغول کېږي او د ګورجیا په نوم د عبادت ځای زیاتې برخې بیا خرابې شوي دي.

د هرات یو لرغون پوه همایون احمدي په دې اړه وویل:«له ۱۳۷۸ تر ۱۳۹۰ کلونو درې کنیسې بیارغول شوي دي او د هغوی یوه د حضرت بلال د جومات په نامه ونوموله شوه.»

د دې په خوا کې د یهودانو یوه هدیرهم ده چې نېږدې سل قبرونه په کې شته.

هر کال د هرات پخوانیو یهودیانو څخه ځینې یې دې ولایت ته راځي او د خپلو نیکونو قبرونه رغوي.

د هرات د یهودیانو د قبرونو ساتونکی عبدالعزیز وايي:«له هغې وروسته کله چې د هرات یهودیان بهر ته ولاړل کلونه وروسته ځینې یې هرات ته راغلل او زه د د هدیرې د ساتونکي په توګه وګمارلم هر کال راځي او له هراته لیدنه کوي.»

خو له هرات نه د یهودیانو د وتلو لړۍ په ۱۳۵۷ کال کې پیل شوه او وروستۍ کورنۍ یې ۱۳۶۰ کال کې له دغه ولایته ووته.

شریک یي کړئ