Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هندي سینما مشهور لوبغاړی اووم پوري د ۶۶ کلنۍ په عمر ومړ

د هند یو له مشهور سیمنايي لوبغاړو څخه اووم پوري، چې د ګاندي په فلم کې د لوبېدو له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړ،د جمعې په ورځ د ۶۶ کلنۍ په عمر ومړ.

هندي چارواکي وايي چې ښاغلی پوري د زړه له حملې څخه وروسته،د جمعې په ورځ د ممبي په ښار کې چې د بالیووډ سینما کور دی، له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي،په خپل ټوېټر پاڼه کې د ښاغلي پوری کورنۍ او د هند سیمنايي لوبغاړو ته تسلیت وویل.

اووم پوري د بالیووډ په سینما او هندي سریالانو کې د خپل ۳۵ کاله کار په لړ  کې، څو مشهورې جایزې یې ترلاسه کړي دي.

هغه د ۱۶۷۰ زیږدیزې لسیزه کې په مراټي فلمونو کې په کار پیل وکړ او کرار کرار بالیووډ ته یې لاره پیدا کړه او له هغې وروسته په دغه هېواد کې د سینما له مشهور څېرو څخه شو.

هغه همدارنګه په ۲۰۱۴ کال کې د برېټانیې له افسانه‎يي لوبغاړي هلن میرن په وړاندې د سل پښو لرونکي سفر په نامه فلم کې ولوبېده.

د سینما نورو ستورو هم د خپلو ټوېټر په پاڼو د اووم پوري د مړینې له امله د هغه کورنۍ او د هند خلکو ته تسلیت ویلی دی.

ښاغلي اووم پوري په ۱۹۵۰ کال زیږدیز کال کې د هریانا په ایالت کې په یوې پنجابۍ کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیستې وې.

شریک یي کړئ