د هېواد معاصر لیکوال،شاعر او خبریال اسدالله عفیف باختري، د یوې ناروغۍ له امله د مزارشریف په حوزوي روغتون کې ومړ.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد صالح خلیق د هغه مړینه یو ستره فرهنګي تشه وبلله.
ښاغلي خلیق وویل چې استاد عفیف باختري په ۱۳۴۱ لمریز کال کې په بلخ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
هغه د لیسې دوره د باختر په لېسه کې بشپړې او عالي زده کړې یې د کابل پوهنتو د زراعت په پوهنځي کې بشپړې کړې دي.
د اشعارو پنځه ټولګې لري چې عبارت دي له سنګ و ستاره،اوازهای خاکستري،من باز زبان دریا،با یک پیاله چای چطوری؟ او عزیز من،او دغه شعري ټولګې چاپ شوې هم دي.
په دې اړه مو اندونه