Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد نامتو لیکوال ببرک ارغند په ۷۳ کلنۍ کې له هېواده بهر ومړ

د هېواد کیڼ اړخی لیکوال ببرک ارغند د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۱مه) د ۷۳ کلنۍ په عمر هالنډ کې ومړ.

د ارغند خپلوان وايي چې هغه د زړه درېدو له امله ومړ. ببرک ارغند د ادبیاتو او بشري علومو څانګه کابل او د خبریالي یې د دوکترا تر کچې په بلغارستان کې زده کړې وې.

د هيواد لیکوالان وايي ببرک ارغند یو مشهور او پیاوړی لیکوال و،او د ریالیزم او سوسیالیستي په فکر يی لیکني کولي. 

د نوموړي ګڼ شمیر لیکنې د تېرو حکومتونو د پاشل کېدو پر مهال له منځه تللې دي. 

لیکوال خلیل رمان  وايي:«شپېتمه لسیزه او هغه بهیر چې د افغانستان په یوه ټولینیز - سیاسي حرکت کې پیل شوی و، د هغې لسیزې عمده لیکوالان او حتا په اوسني وخت کې د سیاست او لیکوالۍ، ژباړې او د متن اصلاح(سمونګر) اهل او د ټولنې دا ډول شخصیتونه، د مسلکي والي له پلوه د خلق دموکراټیک او وطن ګوندونو پورې تړاو درلود.»

یو شمېر لیکولان وایي چې ببرک ارغند د سوسیالستي ریالیزم په فکر سره لیکل کول او له همدې امله کله چې د خلق ډموکراټیک ګوند وپاشل شو؛ نور د ارغند هېڅ لیکنه د ټولنې له تایید سره مخ نه شوه.

لیکوال منوچهر فرادیس وویل:«خلک په عمومي توګه هغه خاطرې او کتابونه چې له ده یې لري، د خلق په ډموکراټیک خلق پورې تړاو لري، خو ده د هغه په نورو کارونو اغېزه وکړه، حتا دا چې که هغه اعلان هم کړی وای چې زه نور په دې ارمان او اېډیولوژۍ پورې تړلی نه یم کله و.»

له دې ټولو سره سره هغه کسان چې د ببرک ارغند په تړاو یې لیکنې کړي دي ؛ نوموړی یو داسې لیکوال بولي چې په آثارو کې یې تر ډېره د ټولنې د ټيټ پاړکي ژوند انځور شوی دی.

لیکوال حسین فخري څرګنده کړه:«داستاني ادبیات، د ببرک ارغند په څېر لیکوالانو ته مرهون دي، د هغوی نشتون او مړینه د هېواد داستاني ادبیاتو ته په ځانګړې توګه مهاجرتي ادبیاتو ته  یو ستر ګوزار دی.»

مرجان؛ دست الوان؛ دفترچه سرخ؛ پهلوان مراد؛ سپي که اصیل نبود؛ کفتربازان؛ خانواده ما؛ پرنده ګان بې بال او راه سرخ د ببرک ارغند؛ له آثارو دي چې د راه سرخ دري جلده کتاب یې د خلق ډموکراټیک ګوند له لوري د هغه مهال د کال جایزه اخیستې وه.

د هېواد پيژندل شوی کیڼ اړخی لیکوال ببرک ارغند په هالنډ کې د دري اویا کلونو په عمر د زړه د حملې له امله ومړ.

شریک یي کړئ