Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د یوه انځورګر انځورونه د بهرنیو چارو په وزارت کې

د بهرنیو چارو وزارت کې د بدخشان ولایت څخه د یوه انځورګر کښل شوي انځورونه د نوي کال نوروز لمانځنې په موخه نندارې ته وړاندې شول.

دا انځورونه چې شمېر یې ۱۰۰ ته رسېږي د اوو میاشتو په موده کې محمدفاضل بدخشاني کښلي دي.

د انځورونه د بهرنیو چارو وزارت په نوې ودانۍ کې نندارې ته وړاندې شول چې د ملي یووالي حکومت د اجرایيه ریيس، عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر ډيپلوماټان یې نندارې ته راغلي وو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرت، صلاح‎الدین رباني په دغه نندارتون کې وویل:«د دي ځوان د نقاشۍ کارونه ډېر په زړه پوري دي او زه ډاډه یم چې ټول به یې خوښ کړي.»

ده نوی کال د نړۍ مېلیونونو کسانو ته د خوښیو راوړنکی کال وباله.

په همدې کال کې نندارتون کې عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«هغه کسان چې د بهرنیو چارو وزارت نوې ودانۍ ګوري، دا موکه ورته شته چې د استعداد لرونکو نقاشانو کارونه هم وګوري، د بهرنیو چارو وزیر دا نقاشۍ له ما پتې کړې وې، څکه چې دی پوهېږي زه هنر سره ډېره مینه لرم.»

په نندارتون کې سره له دې چې ګډون‎کوونکو ته موسیقي واورول شوه، ترڅنګ یې د سمنک او هفت سین سره هم د مېلمنو هرکلی وشو.

د ښاغلي رباني په خبره محمدفاضل یوازې ۱۴ کلن وه چې نقاشي یې کوله او دا یې نوي کښل شوې انځورنه دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې نندارتو کې نندارې ته اېښودل شوي انځورونه د هېواد د خلکو د کلتور ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ