Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د هرکلي په غبرګون کې د سړک پر سر د کنسرټ جوړول

د دوشنبې په شپه د هرات په سینمایي چوک کې د ځوانانو یوه ډلګۍ سره راغونډ شوي وو او په ښادیو سره یې د ټاپي پروژې د پرانیستې د نېږدې کېدو په ویاړ جشن جوړ کړ.

ځينې ځوانان په سړه شپه کې د واټ ته‎څېرمه یوه کنسرټ د دې په هیله جوړ کړ او په نڅا یې لاس پورې کړ چې د ټاپي پروپې له پرانیستو سره به د دوی په ژوند کې هم بدلون راشي.

یو له دغو ځواکونو جمعه ګل تیموري په دې اړه وايي:«موږ منو چې په اوسنیو شرایطو کې هېواد ناامنه دی، خو دا باید د دې لامل نه‎شي چې موږ د زیربنايي پروژې لمانځنه ونه کړو.»

دغه ځوانان له حکومت ته تمه لري چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د پلي کولو له مخې وزګارتیا ته د پای ټکی کېږدي.

دوی وايي اوس‎مهال وزګارتیا، وسله‎والې غلاوې، وژنې د هرات امنیت ګواښي.

د هرات اوسېدونکي جمشید فروغ په دې اړه وویل:«هیله لرو چې ټاپي پروژه د هغه د ګټو ترڅنګ، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‎والي لامل هم شي.»

خو کنسرت له نیم ساعت ډېر دوام نه کوي او په دغې موده کې د امنیتي ځواکونو لخوا يي امنیت په جدي توګه نیول شوی وه ځکه په هرات کې داسې ډلې شته چې د دغو پروګرامونو مخالفې دي.

په هرات ولایت کې د دغسې جشنونو جوړول ډېر معمولي نه‎دي له دې مخکې څو سندرغاړو ته ګواښ شوی وو چې دغسې کنسرټونه جوړ نه کړي.

داسې ښکاري چې د دغه کنسرټ په جوړېدو سره حکومت او وسله‎والو مخالفینو ته داسې پيغام ورکول کېږي چې د ټاپي پروژې په پيلي کولو سره باید په هرات کې د ځوانانو په ژوند کې بدلون راشي او پراختیايي چارې دې چټکې شي.

شریک یي کړئ