Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پراخیتايي بهیر د انعکاس لپاره په کابل کې د انځورونو نندارتون

د هېواد د پرمختګ او پراختیايي بهیر د انعکاس لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ او د اقتصاد وزارت له خوا جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د ۴۰۰ انځورونو له ډلې کابو ۵۰ انځورونه نندارتون ته غوره کړل شول او نندارې ته وړاندې کړل شول.

په دغه نندارتون کې ۲۳ عکسونو ته جایزې ورکړل شوې چې ۱۷ یې د نړۍ د پراختیا په اړه د ملګروملتو سازمان د دوامداره پرمختګ د ۱۷ موخو پر بنسټ غوره شوي دي.

د لومړۍ جایزې ګټوونکی جاوېد امید وویل:«په هغه انځور کې چې ما اخیستی، ښيي چې ښځو د بایسکل ځغاستې په یوې سیالۍ کې له نړینه‎وو سره ګډون کړی او له نرینه‎وو څخه مخکې دي. دغه انځور د بایسکل ځغاستې له یوې لوبې څخه انځور شوی چې په بامیانو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو لپاره جوړه شوې وه.»

افغانستان د ملګروملتو سازمان غړیتوب لري او همداراز د دغه سازمان د ۱۷ دوامداره موخو اجرايي کېدو ته ژمن دی.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي په دې ځای کې غوره عکسونه د دې ښودنه کوي چې افغانستان د پرمختګ په کومه کچه کې دی او همداراز افغان حکومت د هېواد د وګړو د وضعیت د ښه کولو لپاره کومې هڅې کړې دي.

د پایداره انکشافي موخو پروګرام د عامه اړیکو او عدالت غوښتنې مسوول حفیظ الله حصیف وویل:«موږ د د عکاسۍ ملي سیالۍ لرله چې زموږ ګډونوال له ټولو ولایتونو څخه وو.له بدخشانه تر بامیانه او له بامیانو تر غوره او له بادغیسه تر کندهار او ننګرهاره مو لرل.»

له دې نندارتونه یو شمېر لیدونکي وايي چې دغه راز نندارتونونه نړیوالو ته د افغانستان مثبته څېره وړاندې کوي.

د کابل اوسېدونکی وحید عبدالله څرګنده کړه:«ځينې دغه انځورونه موږ راتلونکي ته هیله من کوي.»

د ملګروملتو سازمان له درېیو کلونو سلامشورو وروسته د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په سپټمبر په میاشت کې ۱۷ تلپاتې موخې وټاکلې.

تمه کېږي چې د نړۍ هېوادونه تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې ۷ ترېلیون ډالر دغو موخو ته د رسېدو لپاره ولګوي.

افغانستان د ملګروملتو سازمان د غړي په توګه تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې دغو ۱۷ موخو ته د رسېدو لپاره ژمن دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پرورګام او د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د پراختیا بهیر د انعکاس په منظور په کابل کې نندارتون جوړ شو.

شریک یي کړئ