Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کلتوري محدودیتونو په اړه د هلمندۍ شاعرانو او لیکوالانو شکایت

په هلمند کي یو شمېر ښځینه لیکوالانې او شاعرانې وايي کلتوري محدودیتونه د دې لامل شوي چې د دوی د فعالیتونو مخه ونیسي.  

د هېواد سوېلي ولایت هلمند کې چې تل د نا امنیو  او جګړو شاهد دی، په دغه ولایت کې یو شمېر نجونې چي تازه يې لیکوالي او شاعري پیل کړې، وايي ځیني کلتوري ستونزي يې د لیکوالۍ او شاعرۍ لپاره خنډ رامنځته کړی، دوی وايي فعالیتونه یې یوازې تر ښوونځيو محدود دي.

شاعره نورجهان وايي:«ښځې ډېر ښه استعداد لري، خو تراوسه ورته زمینه برابره شوې نه ده، په ځانګړې توګه د شعر او شاعرۍ په برخه کې.»

بله شاعره یوسفزۍ وویل:«په ټولنه کې ډېر ښه استعدادونه شته چې غواړي شاعرې او لیکوالې شي، خو د دولت لخوا هغوی ته پاملرنه نه ده شوې.»

دوی وایي ډېری لیکوالانې او شاعري غواړي خپل ادبي هڅې پراخي کړي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې د هېڅ ادارې له لوري ورته زمینه نه ده برابره شوې، چې دوی له دې لارې ښځې وهڅوي چې په ازاده توګه خپل فرهنګي فعالیتونه ګړندي کړي.

لیکواله او شاعره فوزیه څرګندوي:«زموږ په ټولنه کې حتا مېرمنو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کوره بهر شي او یا هم شعر او شاعري وکړي. که‎چېرې شعر او شاعرۍ ته هم مخه کړي، یوازې تر شفاهي کچې پاتې کېږي، ځکه چې د کتاب د چاپ وس نه لري.»

بل لورې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي تر ډېره بریده يې هڅه کړې ده چې د یاد ولایت ښځینه فرهنګپالانو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، دغه چارواکي زیاتوي د ښځینه فرهنګپالانو د فعالیتونو لپاره یو لړ ځانګړي پروګرامونه د کار لاندي لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیر عبدالستار په دې اړه وايي:«موږ د شاعرانو او لیکوالانو د ودې او هڅونې لپاره له هغې ډلې د ښځینه شاعرانو لپاره کار کوو او په دې اړه بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لرو.»

هلمند که څه هم د هېواد له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي. خو بیا هم دلته د یو شمېر مېرمنو ارادې قوي دي، او د ستونزه سربېره غواړي د خپلو حقوقو لپاره مبازره وکړي.

یو شمېر نجوني چي فرهنګي او کلتوري فعالیتونه یې یوازي تر ښوونځیو محدود دي، غواړي خپل فعالیتونه پراخ کړي، خو وايي چې په دې اړه تراوسه هېڅ ډول مرسته ورسره شوې نه ده.

شریک یي کړئ