هندي رسنیو د سېشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د هند د سیمنا درې لوبغاړي،سلمان خان،اکشېکُمار او کرن جوهر به په یوه سینمايي فلم کې چې د جوړولو چارې یې د انوراګ سېنګ په غاړه دي څرګند به شي.
دا د سلمان خان او کرن جوهر دویم فلم به وي چې سره یوځای لوبېږي.د دوی لومړنی فلم (کُچ ګُچ هوتاهې) په نامه وو.
ښاغلي کُمار د خپل ټوېټر پر پاڼه اعلان کړی چې ټاکل شوې ده په دغه فلم کې چې د سلمان خان فلم له خوا جوړېږي ولوبېږي.
هغه وویل چې د دغه فلم نوم تراوسه غوره شوی نه ده خو په دغه فلم کې به اصلي او مرکزي لوبغاړی وي.
سلمان خان او اکشېکُمار تراوسه په دوه فلمونو کې چې په ۲۰۰۴ ( مجسې شادي کروګي)او په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې په جانې من کې سره لوبېدلي دي او دغه دوه فلمونه د لیدونو له تود هرکلی سره مخامخ شوی دی.