Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم شو

یوې محکمې په هند کې د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۱۶ مه) د بالیووډ وتلی او نامتو ستوری سلمان خان یې د یو ډول هوسۍ په ناقانونه ښکار چې نسل یې کم پيدا دی ګنهکار او په پنځه کاله بند محکوم کړ.

ویل کېږي چې سلمان خان په ۱۹۹۸ زیږدیز کال د راجستان په ایالت کې د فلم بردارۍ په جریان کې، دوه ساتل شوې هوسۍ ښکار کړې وې.

خو محکمې هغه ته د دې اجازه ورکره ترڅو د صادر شوي حکم په وړاندې د بیاکتنې غوښتنه وکړي.

دا د سلمان خان په وړاندې د ناقانونه ښکار په تړاو څلورمه دوسیه ده.

سلمان خان په درې نورو دوسیو کې برئت ترلاسه کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دا نامتو لوبغاړی، له داسې سرخوږیو سره مخ کېږي.

د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې، د ممبي سترې محکمې په ۲۰۰۲ کال کې د ټکر په پایله کې د یوه کس د وژل کېدو له تور څخه سلمان خان ته برئت ورکړ. په دغه ټکر کې یو بې سرپناه کس وژل شوی وه.

سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم شو

په دغې محکمه کې همدارنګه څلور تنه نور سینمايي لوبغاړي هم د دغو څارویو په وژنه کې د ګډون په تور محکوم شول.

شریک یي کړئ