Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مشهوره سینمايي لوبغاړې شیرین ګل پرسوز درملنې لپاره هېواد ته راغلې

د هېواد نامتو او مشهوره سینمايي لوبغاړې حمیده عبدالله چې په «شرین ګل پرسوز» مشهوره ده له سویډنه هېواد ته راستنه شوې او د هرات ولایت په یوه روغتون کې د پښتورګي (ګردې) د پیوند جراحي عملیات کړی دی.

 د افغانستان د سینما او تیاتر دغه لوبغاړې چې په روغتون کې بستري ده، وايي چې په اروپا کې یې د درملنې امکانات نه وو له همدې امله افغانستان ته راغلې او خوشحاله ده چې په خپل هېواد کې یې درمنله کېږي.

د هېواد دا نامتو سینمايي لوبغاړې د ډېرو کلونو لپاره د افغانانو په شونډو کې خندا راوستې وه.

په ۷۰ هجري لمریزه لسیزه کې په افغانستان کې حمیدې او حاجي کامران د «شیرین ګل او شیراقا» په نامه فلم کې د شیرین ګل پرسوز رول ولوباوه. هغه په دغې فلم کې له لوبېدو وروسته شهرت ته ورسېده.

دغه لوبغاړې ۶۵ کاله عمر لري او له ۲۰ کلونو راهیسې په سویډن کې ژوند کوي هغه وايي:«زه هغه لوبغاړې وم چې شپه او ورځ ستاسو په کورونو کې وم؛ تاسو زما فلمونه لیدل او پر شونډو مو خندا راڅرګندېده. الله دې تل ستاسو پر شونډو خندا خوره لري. او د خپل هېواد په یوې څنډه کې عملیات شوي یم.»

هغه وايي چې کلونه ناروغه وه، خو اوس په هرات کې له جراحي عملیات وروسته، روغتیايي حالت یې ښه دی.

هغه څرګنده وي:«زه حیرانه پاتې یم چې بهر د طبابت سند دی، خو ډېری له بهره افغانستان ته راځي او روغېږي؛ په زرګونو ځله پر خپل هېواد ویاړم.»

یو شمیر نور ناروغان چې د پښتورګو د پیوند لپاره هرات ته راغلي په هېواد کې د روغتیايي برخې له پراختیا خوشحاله دي دوی له حکومته غواړي له ډاکټرانو ملاتړ وکړي.

دوه کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د پښتورګو د پیوند عملیات ترسره شول.

د پښتورګي د عملیات متخصص فرید اعجاز په دې اړه وویل:« څه باندې ۱۰ نور ځوان جراحان تر روزنې لاندې لرم چې په نېږدې راتلونکي کې، په هېواد کې څو نور مرکزونه به پرانیستل شي او دغه ځوانان به په کار وګمارل شي.»

ډېری په دې باور دي په هرات کې د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي له امله هر کال په زرګونه کسان له بهرنیو هېوادونو څخه هرات ته راځي او هراتیان هم هرکال په مېلیونونه ډالر له روغتیايې برخې ترلاسه کوي.

د هېواد نامتو سینمايي لوبغاړې حمیده عبدالله چې په سویډن کې اوسېږي د پښتورګو پر ناروغي اخته شوې او د درملنې په موخه هرات ته راغلې ده

شریک یي کړئ