Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي موزیم ته د شاهي دورې د یوه لرغوني موټر سپارل

یو لرغونی موټر چې ویل کېږي اویا کاله مخکې افغانستان ته راوړل شوی و، نن د هېواد ملي موزیم ته وسپارل شو.

دغه موټر کابو درې لسیزې مخکې. د کابل د جګړو پر مهال ځینو کسانو غوښتل چې هغه له هېواده بهر ته قاچاق کړي، خو د یوه جهادي قومندان لاسته ورغی او هغه یې ساتلی.

محمد سعید صوفي زاده چې په هغه وخت کې یو جهادي قوماندان و، د دې موټر د ترلاسه کولو د څرنګوالي کیسه داسې کوي:«زموږ پوستې د کابل په دسپېچري کې وې او یوه روځ دا موټر پیدا شو. ومې لید چې دا موټر له نورو سره توپير لري، او په ټلوېزیون کې مې لیدلی و، چې لندن او ځينو نورو ځایونو کې د دغه موټر نندارې ته وړاندې کېده. د همدې په خاطر یې دا موټر بیو، ومې ویل چې چېرته یې وړې اسناد یې راوړه، اسناد یې نه‎لرل، موټر مې ور نه کړ.»

محمدسعید وايي دا موټر یې د طالبانو لخوا د کابل له سقوطه مخکې پنجشیر ته بیولی و او تر څه مودې مخکې پورې یې هلته دا موټر ساتلی و.

ملي موزیم ته د دغه موټر د سپارلو په مراسمو کې د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدلله هم حضور درلود.

عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«په یاد مې دي چې کله چې په کابل کې ګډوډي وه، ځينو کسانو دوی ته مراجعه کړې وه، ډېرې بیې یې وړاندیز کړې وې، په داسې حال کې چې هغه وخت خلکو په ستونزمن اقتصادي وضعیت کې وو، خو دوی له خپل وطن دوستۍ سره، اغوا نه شول.»

له بلخوا د ملي موزیم رییس د دغه راز پخوانیو موټرو د ساتلو لپاره د دې لرغون کور پر چمتووالي ټینګار کوي.

د ملي موزیم رییس فهیم رحیمي څرګنده کړه:«د پخوانیو موټرو شاوخوا چې موږ په ملي موزیم کې ساتل، له نېکه‎مرغه سږکال په ښه او مسلکي بڼه د هغه شاوخوا پوښل شوې او دې ته چمتو ده ترڅو پخواني او لرغوني موټر هلته شته، نندارې ته وړاندې شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال محمد رسول باوري وايي:«هغه کسان چې له هېواد سره مینه لري، هغوی مادیاتو ته نه وايي او معنویت غوره بولي چې د هغې ښه بېلګه، همدا قومندان سعید خان دی.»

په افغانستان کې څو لسیزې جګړې تر ډېره د هېواد تاریخي او کلتوري شتمنۍ زیانمنې کړې او په دې لړ کې ځینې دا شتمنۍ له هېواده بهر ته هم لېږدول شوې دي.

خو د محمدسعید په شان کسان هم شته چې د دغو شتمنیو د ساتلو لپاره یې هڅه کړې او کرار کرار یې هغه څیزونه چې له ځان سره یې ساتلي ملي موزیم ته یې سپارلي دي. 

شریک یي کړئ