Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو د کلتوري میراث په نوملړ کې د هرات د غړیتوب لپاره هڅې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ملګرو متلونو د کلتوري میراث په نوملړ کې د هرات د غړیتوب په موخه څه باندې یو مېلیون ډالر یې ځانګړي کړي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا روفیان وايي چې د ملګرو ملتونو د لرغونو میراثونو په توګه د هرات د لرغونو اثارو د ثبت بهیر دوام لري.

هغه زیاتوي:«د ملګرو ملتونو په لرغونو میراثونو کې د هرات د پخواني ښار په څېر، د یوه ښار شاملېدو لپاره، لومړنی ګام او اقدام دا دی چې موږ لومړی دغه ښار ته یو پېژندلیک جوړ کړو؛ او دا پروګرام تر لاس لاندې دی.»

د هرات ښار له ۱۴۰۱ تر ۱۵۰۶ زیږدیز کال پورې د تېموریانو پلازمېنه وه، هغه مهال هرات یو پرمختللی ښار وه او له تاریخي پلوه همدغه ښار ته د اسیا فلورانس لقب هم کارول شوی دی.

روفیان وايي، ولسمشر د یوه حکم په صادرولو سره ویلي، د ټولو تاریخي او لرغونو میراثونو عوایدو باید بېرته پر همدغو تاریخي میراثونو ولګول شي.

دغه راز، د هرات ښاروال وايي، د هرات په تاریخي سیمو کې به د خپل سرو ځایونو د جوړېدو مخه ونیسي.

د هرات ښاروال سیدوحید قتالي څرګنده کړه:«ښاروالۍ هڅه کوي ترڅو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او هغه عواید چې د لرغونو ځایونو له لیدونکو ترلاسه کوي، پر دغو ځایونو ولګوي.»

اوس‎مهال هرات له ۸۰۰ ډېر تاریخي میراثونه لري. د اختیارالدین کلا، د هرات مصلا، د ګوهر شاد بیګم مقبره، د امیرعلي شیرنوايي زیارت، د مولانا عبدالرحمن جامي قبر، پل مالان او کنیسه یهودیان د دغه ولایت سترې تاریخي بېلګې دي.

شریک یي کړئ