Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات؛ د کتابونو نندارتون کې له ټیټو بیو ګډونوال خوښ دي

هرات کې د کتابونو په یوه نندراتون کې شاوخوا ۵۰زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي، چې ګډونوال يې د کتاب اخیستلو ته هڅولي دي. 

دې نندراتون کې د افغانستان چاپ کتابونو تر څنګ ډېری ایران چاپ کتابونه تر سترګو کېږي، چې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکل شوي دي. 

د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن‌زاده پر لوستونکو، محصلانو او زده کوونکو غږ کوي چې د خپل مسلک او رشتې اړوند کتابونه وپیري. 

هغې وویل: «دا یو ډېر ښه فرصت دی، چې دوی راشي او د خپل ملسک او رشتې مطابق کتابونه تر لاسه کړي.»

هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي هم په دې ولایت کې د ځوانانو له لوري د مطالعې ډېرښت ستايي او هرکلی يې کوي. 

د یاد ریاست رییس اریا ریوفیان وايي: «موږ چې د کتاب‌پلورنځیو، چاپ‌خونو او کتابتونونو حالت ته ګورو، له نېکه مرغه دا ثابتوي چې مطالعې ته پام په ډېرېدو دی او په دې وروستیو کې نوی نسل ډېر مطالعې او کتاب ته رجوع کوي.»
     
دې نندارتون کې ۲۵ غرفې د افغانستان چاپ او ۳۵ نورې غرفې په ایران چاپ اثارو ډکې دي چې د ماشومانو، ساینس، فلسفې او نورو علومو بیلابېل اثار په کې شامل دي.

واسع احمدي چې پخپله د کتاب‌خپرونې یو مرکز لري وايي د مطالعې د دودولو لپاره يې دا نندارتون برابر کړی دی: «موږ د دې لپاره دا نندارتون پرانیستی، چې خلک د مطالعې لور ته پام وکړي او زموږ موخه د افغانستان په تېره بیا د هرات په سطحه د لوستلو دود عامول دي.»

نندارتون ته راغلي خلک وايي، دا ځل د تېر په پرتله د نندراتون د کتابونو بیه پنځوس سلنه راټیټه شوې او دوی ته د لا ډېرو کتابونو د اخیستلو اسانتیا په کې برابره شوې ده.

نفیسه امیني د کتاب اخیستنې لپاره دې نندارتون ته راغلې، هغې زموږ خبریالې فریبا ارام ته وویل: «څوک چې کومو کتابونو ته اړتیا لري، دلته يې موندلی شي او پخپله زمو ځوانانو ته دا انګېزه ورکوي چې راشي او د مطالعې فرهنګ تعقیب کړي.»

متین یاسین‌زاده یو بل نندارچي دی، هغه وايي د تېر په پرتله د کتابونو بيې مناسبې شوې او تنوع هم په پام کې نیول شوې ده.

دغه نندارتون چې په لومړۍ ورځ د مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوی، د ایران او افغانستان چاپ شاوخوا ۵۰زره ټوکه کتابونه یې په شپېتو غرفو کې راټول کړای شوي دي.
 
شریک یي کړئ