دسمنک جشن د هېواد یو له لروغونو دودونو څخه دی چې مېرمنې د نوي کال په شپه د سندرو په ویلوسره سمنک پخوي. د سمنک جشن جشن کې ښځې او نجونې سره راټولیږي او سندرې هم وايي.
په هرات ولایت کې هم د نویيکال د سمنک جشن د لمانځلو لپاره یو شمېر مېرمنې راټولې شوې دي او دغه پخوانی دود لمانځي.
دوي په نوبت سره د سمنک دیګ کې څمڅه وهي او د خپلو حاجتونو لپاره د خداي تعالی دربار ته دعاګانې کوي.
د هرات د والي مرستیاله، مونسه حسنزاده وايي:«ښځې سره راټولې شوې دي، دا د هېواد دودیز جشن لمانځو، هیله ده چې سږ کال د خلکو په قسمت کې ښه روزي او سمسورتیا وي.»
دغه مېرمنې په دې باور دي چې سمنک جوړول یو ډول نذر دی او ټولې په هېواد کې د سراسري سولې د ټینګښت په هیله دغه خواړه چمتو کوي.
د هرات اوسېدونکی، نوریه آرین وايي:«ښځې او نجونې د نوي کال په شپه راټولیږي او کومه هیله چې لري په زړه کې یې نیسې او سمنک پخوي.»
د سمنګ جشن د هجري لمریز کال په پيل کې له نسلونو راهیسې په افغانستان کې دود دی او له ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم په پرتمنه توګه دا دود ترسره کېږي.
د هرات اوسېدونکې، نادره محمدي وايي:« مخکې مو هم دیګ کولو، دوستان سره راټولیدل، بیا مو همسایه ګانو ته سمنک ورکول، ډېره ښه میله به وه.»
په دې ځاي کې مېرمنې د سمنک په جشن کې په ګډون سره له یوې خوا دا پخوانی دود ژوندی کوي او له بله پلوه د وحدت او یووالي ننداره وړاندې کوي.