Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د یو بل منلو په موخه د کابلي نجونو سوله غوښتونکی خوځښت

په کابل ځینو پیغلو، د هېوادوالو په منځه کې د یوبل منلو کلتور د پراختیا په موخه نن یو ننداریز حرکت ترسره کړ.

د کوترو ازادول، د کاغذي پتنګ پورته کول او د نیالګیو اېښودل د دغه ننداریز خوځښت برخې وې.

په دغه پروګرام کې یوې ګډون کوونکې سلما اکبري په دې اړه وویل:«موږ له مخالفو وروڼو څخه غواړو چې زموږ غږ واوري او راشي او د هېواد لپاره دې سوله راولي ترڅو اولادونه یې هم په سمه توګه ښوونه او روزنه وویني.»

دغه نجوني په داسې حال کې پر دغه کار لاس پورې کوي چې څو ورځې مخکې ځينو ښځو په هلمند کې، له ورته موخې سره په پرلت لاس پورې کړ.

دوی زیاتوي په افغانستان کې د سولې لپاره د خلکو یووالي ته جدي اړتیا ده او د افغانستان خلک باید متحد شي.

دغه نجونې او ښځې له طالبانو غواړي چې نوره جګړه ونه کړي او د سولې خبرو اترو ته دې حاضر شي.

یوه له دغو مېرمنو نور بي بي په دې اړه څرګنده کړه:«افغانستان له ګونډو او یتیمانو ډک دی. هیله لرو چې په افغانستان کې سوله راشي.»

په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره په څه باندې تېرو ۱۵ کلونو کې د افغان حکومت هڅو کومه پایله ور نه کړه. اوس هېوادوال په دغه خوځښت کې مخکښ دي او له طالبانو غواړي چې له حکومت سره سوله وکړي.

خو طالبانو د هلمند د پرلت کوونکو غوښتنه ونه منله.

د کوترو ازادول، د کاغذي پتنګ پورته کول او د نیالګیو اېښودل د دغه ننداریز خوځښت برخې وې. دغه نجوني په داسې حال کې پر دغه کار لاس پورې کوي چې څو ورځې مخکې ځينو ښځو په هلمند کې، له ورته موخې سره په پرلت لاس پورې کړ.

شریک یي کړئ