Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پریانکا چوپړه وروسته له درې کلونو بېرته بالیوډ ته راستنېږي

هندي رسنیو د شنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد نامتو او وتلې سینمايي څېره پرینکا چوپړه، د هند سینما ته بېرته راستنېږي او په بالیوډ کې بېرته خپل فعالیت پیل وي.

دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې اغلې چوپړه درې کاله په امریکا کې وه او اوس هم په هالیوډ کې په فعالیتونو بوخته وه.

ټاکل شوې ده چې پریانکا د علي عباس ظفر په مدیریت له سلمان خان سره په «بهارت» فلم کې لوبېږي.

چوپړه بالیوډ ته د بېرته راستنېدو په اړه وايي:«ما دوه فلمونه بشپړ کړل؛ د «د جیک په څېر یو هلک ملګری» او «ایا مینه‎ییز نه دی» فلم، ټاکل شوې ده چې لومړنی فلم مې د جون په میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، او دویم فلم مې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ولنټاین (مینو) په ورځ نندارې ته وړاندې شي. په دویم فلم کې ما د یوې بډایه ښځې رول مې لوبولی چې د یوګا سپورټ روزونکې ده.»

چوپړه په هالیوډ سینما کې له درې کلونو وروسته، بېرته بالیوډ سینما ته راستنه شوې ترڅو له سلمان خان سره په بهارت فلم کې ولوبېږي.

ټاکل شوې ده چې پریانکا چوپړه د علي عباس ظفر په مدیریت له سلمان خان سره په «بهارت» فلم کې لوبېږي.

شریک یي کړئ