Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر واټ د کارګرو ماشومانو هنري پنځونې نندارې ته کېښودل شوې

نن په کابل کې د سړک غاړې له کارګرو ماشومانو اخیستل شوي انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

دغه انځورونه په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت ښکارندویي کوي.

او دغه پنځونې نن د ماشومانو د ژغورنې صندوق په مرسته د کابل په بابر بڼ کې، نندارې ته اېښودل شوې وې.

له ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ویاندې مریم عطایي څرګنده کړه:«پر واټ د کارګرو ماشومانو د نقاشۍ نندارتون په دې منظور جوړ شوی چې څه ډول وکړای شو پر واټ د کارګرو ماشومانو ټولنیز ژوند چې په کار بوخت دي انځور کړو»

په همدې حال کې د سړک غاړې یو شمېر کارګر ماشومان له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي.

یوولس کلنه ساره هغه ماشومه ده چې پر واټونو کار کوي او د عکاسۍ د لنډمهاله زده کړې له ترلاسه کولو وروسته یې ډېر عکسونه اخیستي، په دې نندارتون کې پنځه غوره عکسونه د سارې دي.

ساره وايي:«له هغو کسانو انځور اخلو چې پر واټونو کار کوي او دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.»

ساره زیاتوي داسې عکسونه یې اخیستي چې هر یو د یوه افغان ماشوم درد انځوروي.

د دغو عکسونو ترڅنګ د غلام محمد میمنه ګي د فرهنګستان نقاشۍ هم نندارې ته اېښودل شوې دي.

انځور ګر عبدالمنصور په دې اړه وویل:«ومې غوښتل هغه بې وزلي چې پر واټ کارګر ماشومان ورسره مخ دي وښیم.»

په دې نندارتون کې له څلوېښتو زیات عکسونه او نقاشۍ نندارې ته اېښودل شوي چې په هر یوه کې د ماشومانو ستونزې او کړاونه ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ