Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نوي ډیلي کې د افغانستان – هند د کلتوري اوونۍ لمانځنه

د افغانستان او هند کلتوري اوونۍ د دواړو هېوادونو د ځینو لوړپوړو چارواکو په ګډون له هغې ډلې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست رسول باوري او د هند د اطلاعاتو او کلتور وزیر مهېش شرما په شمول په نوي ډیلي کې ولمانځل شوه.

په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان - هند لومړنۍ کلتوري اوونۍ ونمانځل شوه.

دغه پروګرام به د درې ورځو لپاره په بېلابېلو برخو کې دوام ولري، په هغه کې به د کابل او نوي ډیلي کلتوري اړیکې د تاریخ په اوږدو کې وارزول شي او د دغو اړیکو د پراختیا لپاره به په ځینو پروګرامونو به کار وشي.

د هند د اطلاعاتو او کلتور وزیر مهېش شرما په دې اړه وویل:« موږ له افغانانو سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوو، له افغانانو سره زموږ اړیکې مانا لرونکې دي او دغو اړیکو ته درناوی کوو، ژمنه کوو چې دا اړیکې به لاپراخې کړو.»

د کابل او نوي ډیلي د اړیکو پر څېړلو او ښه کولو سربېره، د دغو دوو بډایه کلتورونو د پراختیا او ژوندي ساتلو لپاره هم هڅې کېږي، دا مراسم نور پیغامونه هم لري.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد رسول باوري وویل:«دواړه هېوادونه تاریخي کلتوري او هنري کلتوري اړیکې لري. موږ غواړو چط دغه اړیکې او بریاوې سره یوځای ولمانځو.»

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په دې اړه وویل:«د هند او افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیران وو. همدا شان د دواړو هېوادونو د پوهنتونو استادان او ډپیلوماټانو هم ګډون کړی وه.»

په دغو مراسمو کې د افغانستان او هند لیکوالانو د دواړو هېوادونو د اړیکو د مخینې په اړه مقالې لیکلې چې د کتاب په بڼه به چاپ شي.

شاعر او لیکوال افسر رهبین څرګنده کړه:«د هند او افغانستان په کلتوري اوونۍ ډېری مقالې او نوشتې د تاریخ په اوږدو کې د افغاستان او هند اړیکو ته متمرکزې وې.»

کابل او ډیلي ډېرې کلتورې ګډولې لري له همدې امله د کلتوري او تاریخي اړیکو د پياوړتیا لپاره دواړه لوري د دغه راز پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي له همدې امله به په راتلونکي کال کې د افغانستان هند کلتوري اوونۍ په کابل کې ولمانځل شي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان - هند لومړنۍ کلتوري اوونۍ ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وه.

شریک یي کړئ