Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د لاسي صنایعو د طراحۍ یو مرکز پرانیستل شو

په کابل کې د لاسي صنایعو د طراحۍ یو مرکز د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۹ مه) د فېروز کوه انسټېټیوټ له خوا او د بریټانیا د فرهنکي مرکز (British Council) له مالي ملاتړ سره پرانیستل شو.

د فېروز کوه انسټېټیوټ چارواکي وايي چې دغه مرکز لومړنی ځای دی چې په ځانګړې توګه د طراحۍ او د افغانستان د لاسي صنایعو د زده کړو لپاره ځانګړی شوی دی.

د دغو چارواکو په وینا، له دغه مرکز له جوړېدو موخه دا ده ترڅو د هېواد له طرحه کوونکو څخه ملاتړ وشي او هغوی په خلاقه توګه، په مشخصه او په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

د دغه مرکز د مسوولانو په باور، افغانستان له کلتوري مخینې سره چې لري یې، له هنر او د هنر له پنځونو او د لاسي صنایعو د طراحۍ په برخه کې غني دی او دا پنځونې باید راتلونکي نسل ته ولېږدول شي او همدارنګه د پخوانيو او نوي هنرونه، له ترکیب څخه پرمختللي او سنتي پنځونې وشي.

د فېروز کوه انسټېټیوټ کلتوري سلاکار وهاب مهمند په دې اړه وویل:«یوه ستره ننګونه چې موږ یې لرو د پخوانیو او نویو اثارو پېژندل دي چې په هېواد کې جوړېږي او د داشان اثارو ساتل په دا راز مرکزونو پورې اړوندېږي او دا د خوښۍ ځای دی چې موږ نن داسې یو مرکز پرانیزو.»

په دغه مرکز کې هڅه کېږي د افغانستان تازه طراحان وپېژندل شي او معیاري زده کړې وکړي.

د فېروز کوه انسټېټیوټ د اړیکو د څانګې مسوول ذبیح نوري څرګندوي:«موږ غواړو چې د خپلو تولیداتو د طراحي لپاره دې ته په کتو سره چې کوم هېواد ته یې تولیدوو، خپلو تولیداتو ته طرحه کوونکی غوره کړو او هغه کسان چې په دغه مرکز کې روزل کېږي باید دوی په خپله هم خلاقیت ولري او یوه نوې طرحه معرفي کړي.»

د فیروز کوه انسټېټیوټ په ۲۰۰۶ مزیږدیز کال کې د لاسي صنایعو د نوي نسل د روزنې په موخه پرانستل شو.

دغه مرکز د کابل د مرادخانې سیمې په ګډون د یو شمېر لرغونو سیمو په بیارغولو کې هم مهم رول لوبولی دی.

مسؤولان فیروز کوه می‌گویند هدف از ایجاد این مرکز این است که طراحان جوان کشور با کارگیری از طراحی سنتی و نوآوری‌های تازه، خودشان بتوانند در بیش از ده بخش از جمله زرگری، کندن کاری چوب، نقاشی و طراحی لباس، طراحی کنند.

شریک یي کړئ