ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۴مه) کابل د لومړي ځل لپاره د هرات - ښځو د فلم فېسټیوال جوړېدو شاهد وي.
په دې فېسټیوال کې ۲۰۰ فلمونه له ۳۳ هېوادونو نوماند شوي او کورني او بهرني پلاوي به د دې فېسټیوال غوره فلمونه وټاکي.
په دغه فېسټیوال کې د نوماند شویو فلمونو په ډله کې هغه څلوېښت فلمونه هم دي چې اسکار ته نوماند شوي وو.
فلم جوړونکې رویا سادات وویل:«دا فېسټیوال نه انډوالی انځوروي؛ هغه نړۍ چې لاهم د عدالت او برابرۍ لپاره په غوسه ده.»
ځينې فلم جوړونکي د دغه فېسټیوال له جوړېدو هرکلی کوي او هغه د افغانستان د سینما د غوړېدو لپاره ډېر مهم ګڼي.
ایرانۍ فلم جوړونکې رخشان بني اعتماد وايي:«هر مثبت اتفاق چې رامنځته شي، فکر کوم، د فرهنګي بدلون په لور یو ښه ګام دی.»
دا فلمونه به په آریانا او کهکشان سینماګانو، کابل پوهنتون او د کابل په اسي کیو کې نندارې ته کېښودل شي سربېره پر دې ټاکل شوې د بامیان، جلال اباد او هرات اوسېدونکي هم د خپلو ولایتونو په سینما ګانو کې دا فلمونه وګوري.